عراق؛ پاپ فرانسیس هغو سیمو ته ځي چې یو وخت د 'داعش' لاس کې وې

پاپ

د عکس سرچینه، EPA

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس عراق ته د خپل تاریخي سفر پر درېیمه ورځ د دغه هېواد شمال کې هغو سیمو ته ځي چې یو وخت د اسلامي دولت (داعش) ډلې کنټرول کې وې.

‍د دې ډلې وسله والو په ۲۰۱۴ کال کې دا سیمې لاندې او د هغو تاریخي کلیساګانې ړنګې کړې.

د دغو سیمو مسیحي میشتي وګړي په ۲۰۱۷ کال د داعش تر ماتې وروسته کرار کرار خپلو سیمو ته راګرځي.

پاپ فرانسیس به د ورځې وروستیو کې د اربیل ښار د فوټبال لوبغالي کې د عراقي عیسویانو یوې سترې غونډې ته وینا وکړي.

تمه ده چې په دې غونډه کې شاوخوا لس زره کسان برخه واخلي.

د دې سترې مذهبي غونډې سره د کورونا وېروس وبا د خپرېدو د چټکتیا اندېښنې هم ملې دي.

عراق کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د کورونا وېروس تازه پېښې مخ په ډېرېدو دي او ترڅنګ یې امنیتي اندېښنو هم دا سفر تر دې دمه د پاپ فرانسیس تر ټولو له خطره ډک سفر ګرځولی دی.

‍د کاتولیکي کلیسا دغه ۸۴ کلن مشر او د سفر ملګرو ته یې د کورونا واکسین لګول شوي، خو عراق تېره اوونۍ د دغه واکسین لومړنۍ ټولګه ترلاسه کړه.

د پاپ دغه څلور ورځنی سفر چې له تېرې جمعې پیل شوی د کورونا وبا له خپرېدو راهیسې د نوموړي لومړی نړیوال سفر دی.

تر دې وړاندې د کاتولیکو مسیحیانو یو مشر هم عراق ته نه و تللی.

ویل کېږي د عراق ځینو بانفوذه شیعه ډلو له دغه سفر سره مخالفت ښودلی او دا د عراق چارو کې د لوېدیځ د اغېز د ډېرولو هڅه بللې وه.

د عراق د کردستان سیمې مشر نیچروان برزاني د یکشنبې سهار اربیل ښار ته د پاپ په ور رسېدو سره نوموړي ته هرکلی ووایه.

پام کې ده نوموړی وروسته موصل ته ولاړ شي چې کلونه کلونه عراق کې د داعش تر ټولو پیاوړی مرکز و.

هغه به د موصل ښار کلیسا کې د جګړې قربانیانو ته د دعا مراسمو کې برخه واخلي.

لسګونه زره ملکي کسانو عراق کې له داعش سره جګړه کې ژوند بایللی.

پاپ فرانسیس له موصل څخه قره قوش ته ځي چې د عراق تر ټولو ستره کلیسا پکې پرته ده.

د دې کلیسا ځینې برخې هم داعش وسله والو سره جګړه کې زیانمې شوې خو د دغه ښار مېشت مسیحیان د دې ډلې تر ماتې وروسته بېرته ورګرځېدلي دي.

د عراق شمال ته د پاپ د سفر پر مهال د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ګرځبندیزو لګول شوی او د امنیت خوندیتوب لپاره یې لس زره امنیتي ځواکونه ګومارل شوي دي.

پاپ فرانسیس په عراق کې د تاوتریخوالي او توندلارۍ پای وغوښت

د پاپ فرانسس او ایت الله سیستاني تر منځ د نننۍ لیدنې تصویر

د عکس سرچینه، Tasnim

د عکس تشریح، د پاپ فرانسس او ایت الله سیستاني تر منځ د نننۍ لیدنې تصویر

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس د عراق د سفر په دویمه ورځ نن نجف کې د عراقي شیعه ګانو ستر مذهبي مشر ایت الله علي سیستاني سره ولیدل.

۹۰ کلن ایت الله سیستاني د شیعه مسلمانانو پياوړې مذهبي څېره ده. رپوټونو کې ویل شوي، پاپ فرانسس د معمول له تشریفاتو پرته په نجف ښار کې د ایت الله سیستاني په کور کې له هغه سره ولیدل.

خبریالانو ته د دې لیدنې پرمهال هلته د ورتګ اجازه نه درلوده. رپوټونو کې ویل شوي یو شمېر شیعه ډلو د دې لیدنې مخالفت کړی او دا یې د عراق په کورنیو چارو کې د لوېدیځوالو لاسوهنه بللې.

پاپ فرانسیس د جمعې پر ورځ عراق ته له رسېدو وروسته د تاوتریخوالي او توندلارۍ د پای ته رسېدو غوښتنه کړې وه.

دا د کورونا وېروس وبا تر خپرېد وروسته د نوموړي لومړی بهرني سفر او عراق ته د نړۍ د کاتولیکانو د یوه مشر لومړنی سفر دی.

امنیتي اندېښو او د کورونا وبا پراختیا دا د پاپ فرانسیس لپاره تر ټولو له خطره ډک سفر ګرځولی دی.

د عراق لومړي وزیر مصطفی کاظمي د بغداد هوايي ډګر کې د پاپ فرانسیس د هرکلي مراسمو کې برخه واخیسته او سلګونه کسان هوايي ډګر ته پر غځېدلې واټ د هغه د لېږدونکي کاروان د لیدو لپاره راوتلي وو.

د تمدن زانګو او د مذاهبو رښتینی تاریخ

پاپ فرانیسس د اور ښار په موقعیت کې د دینونو ترمنځ ګډې غونډې ته ورغلی و

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پاپ فرانیسس د اور ښار په موقعیت کې د دینونو ترمنځ ګډې غونډې ته ورغلی و

پاپ فرانسیس عراق د "تمدن زانګو" وبلله او زیاته یې کړه: "دا هغه خاوره ده چې له حضرت ابراهیم او نورو پېغمبرانو سره نږدې اړیکه او دغه راز د اسلام، مسیحیت او یهودیت رښتینی تاریخ لري."

نوموړي وویل عراق د جګړې د ناوړه پآیلو، ترهګرۍ او مذهبي نښتو له کبله چې تر ډېره له بنسټپالنې ریښې اخلي، کړېږي.

هغه هیله وښوده چې دغه جګړه، تاوتریخوالی او توندلاري پای ومومي.

پاپ د عراق مسیحیانو ته خطاب کې وویل چې ټولنه کې باید مهم تره رول ولوبوي.

هغه د بغداد په کاتولیک کلیسا کې چې په ۲۰۱۰ کال پرې برید شوی و د دعا مراسم ترسره کړل.

په هغه برید کې ۵۲ عیسویان او څو پولیس وژل شوي وو.

د عراق لومړی وزیر د پاپ فرانسیس هرکلي ته له ځینو نڅاګرو ښځو سره هوايي ډګر ته ورغلی و

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د عراق لومړی وزیر د پاپ فرانسیس هرکلي ته له ځینو نڅاګرو ښځو سره هوايي ډګر ته ورغلی و

عراق چې د مسیحي ټولنې یو لرغونی مېشت ځای ګڼل کېږي، تېرې دوه لسیزې د عیسویانو لپاره خوندي هېواد نه و.

دغه هېواد کې اوس د مسیحیانو ټول شمیر کې یو وخت یو نیم میلیون تنو ته رسېده اوس ۲۵۰ کسانو ته راټیټ شوی دی.

ګڼ عیسویان پر عراق د امریکا په مشرۍ د اېتلافي ځواکونو د برید پایله کې د صدام حسین د رژیم تر پرځېدو وروسته له دغه هېواد د تاوتریخوالي او جګړو له کبله ووتل.

لسګونه زره نور یې د عراق شمال کې د داعش تر پیاوړتیا وروسته بې ځایه شول.

د بغداد پر هوايي ډګر او ورڅېرمه سړکونو پاپ فرانیسس ته هرکلی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د بغداد پر هوايي ډګر او ورڅېرمه سړکونو پاپ فرانیسس ته هرکلی

عراقي عیسویان هیله من دي چې د پاپ په مرسته به د هغوي پر وړاندې تبعیض او توپیري چلن کم شي.

پاپ فرانسیس د عراقي شعیه ګانو له مذهبي مشر ایت الله علي سیستاني سره تر کتنې وروسته موصل ته ځي او داعش سره د جګړې د قربانیانو مراسمو کې برخه اخلي.

په پام کې ده چې نوموړی وروسته قره قوش ته ولاړ شي، چې عراقي مسیحیان پکې د داعش تر ځپل کېدو وروسته میشت دي.