ميانمار کې پوځ د نويو ټاکنو ژمنه کړې، خو اعتراضونه دوام لري

د ميانمار يا بارما پوځ يوه وياند ويلي چې پوځيان به تر ډېره په واک کې نه وي او ژمنه يې کړې چې د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته به واک ګټونکي ګوند ته سپاري.

د پوځ دغه وياند جنرال زاو مېن ټون په خبري کنفرانس کې هڅه کوله، چې دوې اوونۍ مخکې د ملکي حکومت پرځولو پرېکړې سپيناوی وکړي او له کومو بېلګو پرته يې دعوا کوله چې د تېر نومبر ټاکنو کې درغلۍ شوې وې.

پوځي چارواکو لا نه دي ويلي چې ټاکنې به کله کوي.

د ميانمار پوځ دا ژمنه په داسې حال کې کړې چې د دغه هېواد په لويو ښارونو کې احتجاجونه لا روان دي.

وړاندې ملګرو ملتونو د میانمار پوځي چارواکو ته خبرداری ورکړی چې د سوله ییزو غونډو حق ته درناوی وکړي.

د دې ادارې ویاند کریسټین شارنر بورګنر زیاتوي، مخالفانو ته هر ډول توند غبرګون به د میانمار پوځي چارواکو ته بدې پایلې ولري.

دا خبرداری له هغه وروسته دی چې میانمار کې له دوو پرلپسې شپو راهیسې انټرنېټ نشته، خو هر سهار بیا نېټ نښلول کېږي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر اېم انډروز ویلي و چې د معترضانو د کنترول لپاره د حکومت نوې او زیاتېدونکې هڅې خواشینوونکې او د ولس پر ضد د جګړې په مانا دي.

د ميانمار يا برما پوځ په ټول هېواد کې د کودتا ضد لاريون کوونکو ته ګواښ کړی، چې که د وسله والو ځواکونو پر وړاندې خنډ وګرځي، کېدی شي تر ۲۰ کلونو پورې په بند محکوم شي.

پوځ همدا ډول ويلي، د هغو کسانو په اړه چې د کودتا مشرانو په اړه يې "کرکه يا سپکاوی" ته هڅونه کړې هم اوږدې سزاوې او جرمانې ولګول شي.

دغه بدلونونه په داسې حال کې اعلان شوي، چې د دې هېواد د څو لويو ښارونو پر سړکونو د پوځيانو موټر ګرځي او داسې ښکاري چې د فبرورۍ لومړۍ نېټې کودتا وروسته د مخالف ګوند سياسي پلويانو پر خلاف د عملياتو تياری کېږی.

په وروستيو ورځو کې په زرګونو خلکو په دې لاريونو کې برخه اخيستې وه او له تېرې شپې راهيسې انټرنېټ هم تړل شوی دی.

د ميانمار په شمالي کاچن سيمه کې تېره ورځ امنيتي ځواکونو په لاريون کوونکو ډزې کړې وې. دا په دې هېواد کې د پوځي کودتا پر وړاندې د مظاهرو نهمه ورځ ده.

د ملګرو ملتونو يوه کارکوونکي ميانمار کې پر پوځ تور لګولی چې د "خپلو خلکو پر ضد يې جګړه" پيل کړې ده.

د ميانمار لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ټام اينډريوس وايي، له دې "کلکو ګامونو په پوځي جنرالانو کې د وېرې نښې ښکاري". نوموړی زياته کړې چې د دغو جنرالو سره به "حساب" کېږي.

په دې هېواد کې د لوېديځو هېوادونو سفارتونو له پوځ د زغم ښودلو غوښتنه کړې ده، د اروپايي ټولنې، بريتانيا او امریکا په ګډه لاسليک شوي بيان کې راغلي، "موږ پر امنيتي ځواکونو غږ کوو چې پر لاريون کوونکو له تاوتريخوالي ډډه وکړي، دوی د خپل مشروع حکومت د ړنګېدو له امله لاريون کوي".

په ميانمار کې د پوځ له کودتا وروسته د انګ سان سوچي حکومت وپرځول شو، د دې حکومت د نومبر مياشتې ټاکنې په غوڅ اکثريت ګټلې وې، خو پوځ په ټاکنو کې د درغليو تورونه ولګول او کودتا يې وکړه.

انګ سان سوچي اوسمهال په خپل کور کې کلابنده ده. ګڼ مدني فعالان او د اپوزيسیون مشران هم نيول شوي دي.