تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بایډن: امریکا یمن کې د سعودي ملاتړ ختموي
امریکا په یمن کې د حوثیانو پرضد د سعودي په مشرۍ ټلوالې سره شپږ کلن پوځي او استخباراتي ملاتړ دروي.
د یمن جګړه کې تراوسه تر یو لک لس زره کسان وژل شوي چې ډېری یې ماشومان دي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې په ورځ د خپل هېواد بهرنیو چارو وزارت کې وویل، چې د یمن جګړه کې د سعودي په مشرۍ ټلواله باندې پرمختللې وسلې پلورل او پوځي مرستې دروي، خو زیاته یې کړه چې نیت لري د هغو توغندیزو بریدونو په فاع کې د ریاض ملاتړ وکړي چې "د ایراني وسلې کارولو" سره کېږي.
نوموړي بېګا مازیګر د بهرنیو چارو وزارت کارمنانو او سفیرانو ته- چې دې جلسه کې یې پرلیکه ګډون درلود- وویل: "نړۍ ته ووایئ، امریکا د ډيپلوماسۍ مېز ته ستنه شوې ده."
له هغه وروسته چې پر ۲۰۱۳ کال د یمن حوثي وسلوالو د دغه هېواد د ولسمشر عبدربه منصور هادي حکومت وپرځاوه او نوموړی ریاض ته جلا وطن شو، سعودي د حوثیانو پرضد د اتو عرب هېوادونو ټلواله جګړه کړه چې نوموی بېرته واکمن کړي.
دغه شپږ کلنه جګړه کې پر یو لک لس زرو کسانو وژل کېدو سربېره میلیونونه یمنیان بې کوره شول او د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې، دا جګړه "د پېړۍ تر ټولو بد ناورین" دی.
لوږې یمن نیولی او تېرو څو کلونو کې د دغه هېواد د خوارځواکو ماشومانو انځورونو بیا بیا د انساني حقونو ملاتړي او د ملګرو ملتونو چارواکي پارولي دي.
د امریکا ملاتړ ختمېدل څه مانا لري؟
د امریکا او د فرانسې په څېر څو نورو لوېدیځو هېوادونو تېرو ۶ کلونو کې تر ډېره د وسلو او استخباراتو برخه کې یمن کې د سعودي په مشرۍ ټلوالې ملاتړ کوي.
خو د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار جیک سالېون وايي، د جو بایډن پرېکړې سره به نور واشنګټن پرمختللې او د نښه کولو ډېرې کره وسلې پر ریاض او اماراتو ونه پلوري.
خو یمن کې د القاعد ضد همکاري دې بندیز کې شامله نه ده.
نن ټاکلې ده جو بایډن د یمن کړکېچ لپاره خپل استازی وټاکي.
امریکا دوه اونۍ مخکې چې د جو بایډن حکومت واکمن شوی پر سعودي او اماراتو د وسلو پلورل او سپارل ځنډولي دي.
دې کې اماراتو ته د هغو اېف ۳۵ ډوله الوتکو پلور سپارل هم شامل دي چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ یې د ور کړې ژمنه کړې وه او دې پسې امارات او اسراییل ډيپلوماټیک اړیکي هم پیل کړل.
یمن کې د عرب ټلوالې پوځي ملاتړ ځنډول د پخواني ولسمشر ډونلد ټرمپ او بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له سیاست سره یو مخ په ټکر کې دي.
مایک پمپیو- چې اوس یې پر ځای انتوني بلېنکن دی- د واک وروستیو ورځو کې حوثیان د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرو نوملړ ته زیات کړل چې ور سره پر دغه ډله د امریکا سخت بندیزونه ولګېږي.
خو سپینې ماڼۍ ته د جو بایډن تر تګ څو ورځې وروسته بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې ځنډولو سره ځینې برخو کې د یمن ځینې بانکي بندیزونه د لنډمهال لپاره بې اغېزې کړل.
ښاغلي پمپیو د حوثي وسلوالو د ترهګرو بللو پرېکړې لامل هم د ایران په ملاتړ د دوی "بدې چارې" وبللې.
خو د انساني حقونو ادارو د نوموړي دا پرېکړه یمن ته د انساني مرستو د لېږد خنډ وبلله چې میلیونونه وګړي یې د لوږې او بې وزلۍ سره مخ دي.
ملګري ملتونه وايي، د یمن اتیا سلنه وګړي سملاسي مرستې او ملاتړ ته اړ دي او دا هېواد له خورا سخت ناورین سره مخ دی.