تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یمن کې ځانمرګي برید لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
د یمن په بندري ښار عدن کې چارواکي وایي، په یوه پوځي مرکز کې د ځانمرګي برید له امله ۴۵ پوځیان وژل شوي او ۵۰ ټپیان دي.
برید پر هغو سرتېرو شوی چې تنخا اخیستلو ته را ټول شوي وو.
ځینې نورې سرچینې وايي، په دې پېښه کې ۵۰ سرتېري وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي.
تراوسه د دې برید د عامل په تړاو رسمي څرګندونې نه دي شوې، خو اسلامي دولت نومې ډلې یې مسوولیت منلی دی.
په سیمه کې جهادي ډلو پخوا هم په دغه ښار کې ورته بریدونه کړي دي.
تېر اګسټ هم په یوه ځانمرګي کې ۶۰ کسان وژل شوي وو، چې مسوولیت یې اسلامي دولت ډلې منلی و.
په پوځي اډه کې یوه سرتېري ولید راشد اې پي خبري اژانس ته ویلي، له برید لږ وروسته راغی او ویې لیدل چې د امبولاسونو له را رسېدلو مخکې ټپیان په شخصي موټرو کې روغتون لېږدول کېدل.
"ټپیانو د مرستې لپاره نارې وهلې".
یمن د ۲۰۱۵ کال له مارچ راهیسې د جلا وطنه ولسمشر عبدربه منصور هادي او حوثي یاغیانو ترمنځ د جګړې ډګر دی.
د القاعده او اسلامي دولت په څېر جهادي ډلو له دې حالت په کار اخیستلو سره د یمن په جنوب کې پر ځینو سیمو ولکه کړې ده.
د جګړې له امله انساني ناورین هم خورا ډېر لوی دی، له دریو میلیونو ډېر خلک له خپلو کورونو بې ځایه شوي او د دغه هېواد له نیمايي ډېر وګړي د خوړو بشپړې سرچینې نه لري.
حکومت پلوه ځواکونو- چې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف یې ملاتړ کوي - د ۲۰۱۵ کال په دوبي کې پر عدن ولکه وکړه.
له هغه راهیسې په دغه بندري ښار کې په لسګونو بریدونه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په یمن کې د جګړې له پیلېدلو راهیسې تراوسه ۷۲۷۰ کسان وژل شوي، چې ډېری ولسي وګړي دي.