تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا د یمن حوثي ملېشه "ترهګر" سازمان اعلان کړ
امریکا بهرنیو چارو وزارت یمن کې د انصار الله په نوم د حوثيانو ملیشه "ترهګر" سازمان اعلان کړ.
د دغه وزارت په وینا د حوثي ملېشې د درېو مشرانو عبدالملک حوثي، بدالخلیق بدرالدین حوثي او عبدالله یحیی حکیم نومونه هم د امریکا د بندیزونو لیست ته اچول شوي دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پر خپل ټویټر لیکلي دا ګام د دې لپاره اخیستل شوی چې انصار الله یمن کې له ترهګریزو فعالیتونو راوګرځول شي او تر څنګ یې سیمه کې د ایران د رژیم د لا ډېر ورانکاره فعالیت مخه ونیول شي.
امریکا وايي د حوثي ملیشې ترهګریزو فعالیتونو کې د یمن تر پولو بهر بریدونه او ملکي خلکو، بیخ بناو او سوداګریزو بیړیو ته د ګواښونو پېښول هم شاملېږي.
حوثیان د ایران حکومت سره نژدې اړیکي پالي او له کلونو راهیسې یمن کې د سعودي عربستان او متحدانو له ملاتړ برخمن حکومت سره په جګړه بوخت دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د دې ترڅنګ یمن کې د ارامۍ ټینګښت او د دغه هېواد چارو کې د ایران د لاسوهنو د بندېدو غوښتنه هم کړې ده.