تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یمن کې د سعودي عربستان چورلکې غورځېدو پېښه کې ۱۲ پوځیان وژل شوي
په یمن کې په تېروتنه د سعودي عربستان یوه چورلکه په نښه شوې، چې ویل کېږي په کې ۱۲ پوځیان وژل شوي دي.
پېښه له پلازمېنې صنعا نه ختیځ لور ته مارب ایالت کې شوې.
د یمن دفاع وزارت خبري ویبپاڼې لیکلي، چې د هوايي دفاع نظام د چورلکې په پېژندنه کې تېروتنه کړې، چې له کبله یې له کښېناستو مخکې بلک هاک ډوله چورلکه له منځه تللې.
بل لور ته سعودي عربستان چارواکو ویلي څېړنه یې پیل کړې او په وینا یې د چورلکې غورځېدو د لاملونو په اړه به څه ویل له وخته مخکې وي.
رپوټونو کې ویل شوي، چې وژل شویو پوځیانو کې افسران هم شامل دي.
یمن کې په تېروتنه د خپلو متحدینو په نښه کولو دا تر ټولو خونړۍ پېښه ده. ۲۰۱۵ کال کې مارب ایالت کې د سعودي عربستان پر یوې اډې د یاغیانو یوه توغندیز برید کې ۶۷ پوځیان وژل شوي وو، چې ډېری په کې د متحدو عربي اماراتو پوځیان وو.
له دې مخکې تېره میاشت د حوثي ډلې وسله والو ادعا کړې وه، چې د سعودي عربستان یوه اپاچي ډوله چورلکه یې غورځولې ده.
د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي اتحاد له تېرو دوو کلونو راهیسې د یمني حکومت په ملاتړ له حوثي یاغیانو سره په جګړه بوخت دي.
دغه دوه کلنه جګړه کې تر اوسه ۷۶۰۰ کسان وژل شوي دي او ۲۴ زره ټپیان شوي دي. ډېری دغه کسان د سعودي عربستان هوايي ځواک د بمباریو پایله کې وژل شوي دي.