د هند او چین ترمنځ 'نوې سرحدي نښته'

د هندي او چیني ځواکونو ترمنځ بیا د کشمیر لانجمنه سرحدي سیمه کې نښته شوې ده. هندي رسنیو ویلي د شمالي سیکيم سیمې په دې سرحدي نښته کې د د واړو خواو یو شمېر سرتېري ټپي شوي هم دي.

د هند پوځ دا "کوچنۍ" پېښه بللې او ویلي یې دې چې ستونزه "حل" شوې ده. د هند او چین ترمنځ پر لانجمنه پوله له څه مودې راهیسې کړکېچ اوج کې دی.

دواړه خواوې سیمه کې د ډېرې خاورې د مالکیت ادعا او پر دې لانجه لري. تېر جون د کشمیر لډاخ سیمه کې چیني ځواکونو سره په یوه نښته کې ۲۰ هندي سرتېري وژل شوي وو.

سیکیم سیمه د لډاخ د ختیځ په ۲۵۰۰ کیلومترۍ کې د بوتان او نیپال ترمنځ پرته ده. چارواکو ويلي د چیني سرتیرو یوې ګزمې هڅه کړې چې د هند خاورې ته ننوځي خو په شا تمبول شوي دي.

د هند پوځ په یوه اعلامیه کې هڅه کړې چې دا پېښه کوچنۍ او کم اهمیته وښيي.

په اعلامیه کې راغلي: "د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر ۲۱مه د شمالي سیکیم په ناتهو لا سیمه کې یوه کوچنی ټکر راغلی او د نافذو پروتوکولونو له مخې د ځايي قوماندانانو لخوا حل شوی دی."

د هند او چین ترمنځ کشمیر کې د سیندونو، ویالو، ځنګلونو او په واورو د پوښلو څوکو شاوخوا ۳۴۴۰ کیلومتر پوله سمه په نښه او مشخصه نه ده او همدا لامل کېږي چې د دواړو خواو سرحدي ځواکونه یو نیم ځای سره مخامخ شي.

د دوی ترمنځ تر ټولو خونړی ټکر همدا تېر کال د لډاخ سیمې په ګالوان کلي کې رامنځ ته شو. ویل کېږي دې نښته کې د ۲۰ هندي سرتیري د وژل کېدو ترڅنګ چیني ځواکونو ته هم مرګژوبله اوښتې وه - خو جزیات یې تر اوسه خپاره نه شول.

هند او چین تر دې مرګونې لاس په لاس نښتې وروسته د کړکېچ د کمولو لپاره خبرې هم روانې کړې. په دې لړ کې د همدې اونۍ یکشنبه هم د دواړو هېوادونو د پوځ مشران وغږېدل.

چین د هند له سترو سوداګریزو شریکانو ګڼل کېږي او د دا ډول پېښو دوام دواړو هېوادونو ته زیان رسولی شي. د دغو هېوادونو ترمنځ په ۱۹۶۲ کال جګړه هم شوې چې هند پکې له سترې ماتې سره مخامخ شو.