تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند او چین پر پوله څه تېرېږي؟
د هند او چین تر منځ په ګلوان سیمه کې له خونړۍ نښتې وروسته اوس د دواړو غاړو پوځیان یو څه په شا شوي. څه موده وړاندې له خونړۍ نښتې وروسته د دواړو غاړو پوځیان د تیارسۍ په حالت کې وو. داسې رپوټونو وو چې د چین پوځیان له پولې ورها خوا د هند تر ولکې لاندې کشمیر لداخ سیمې ته وراوښتي وو او هلته په وسله وال دریځ کې وو.