چین: هندي ځواکونو سرحد کې پاروونکې ډزې کړې

د چین وسلوال ځواکونه هند تورنوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ له جنجالي پولې په بې قانونه تېرېدو سره یې پاروونکي ګام کې د چین د ګزمې لور ته د خبرداري ډزې کړې دي.

د چین د پوځ یو ویاند دا هم وايي، د دغه هېواد ځواکونه هم اړ شول ځوابي ګام پورته کړي.

دا له ۴۵ کلونو وروسته لومړی ځل دی چې دغه سیمه کې د ګرمې وسلې کارولو سره د وسلې نه کارولو تړون خلاف ورزي کېږي.

د دواړو هېوادونو اړیکي وروستیو میاشتو کې خراب شوي دي.

هندي چارواکو د دې وروستۍ سرحدي کشالې په هکله څه نه دي ویلي.

چین او هند پر ۱۹۶۲ کال لنډمهالې سرحدي جګړه درلوده، خو وروسته یې مختلفو سیمو کېد دواړو هېوادونو اختلافي سرحد کې "ریښتونې کنټرول کرښه" په نوم پوله وټاکل شوه او همدغو سیمو کې له وسلې او بارتو کار اخیستل منع شوي دي.

دا تاوتریخوالی له هغه وروسته دی چې بېجینګ له نوي ډېلي وغوښتل د همالیه پولې اوږدو کې له هغې سیمې خپل ځواکونه سملاسي وباسي چې پرې د ملکیت دعوه کوي.

له دې مخکې د چین دفاع وزیر وی فنګه خپل هندي سیال ته ویلي چې هند د دواړو هېوادونو ترمنځ د روان سرحدي تاوتریخوالي پوره مسوول دی:

"د چین د یوې لوېشتې خاورې له لاسه وتل د منلو نه دي، د چین پوځ د خپل هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د خوندیتوب لپاره پوره هوډ، وړتیا او پر ځان باور لري."

دواړو هېوادونو په جون میاشت کې له نښتې وروسته سرحدي سیمې لداخ ته پوخیان واستول.

دې نښتو کې تن په تن جګړه کې د هند ۲۰ سرتېري ووژل شول، خو د چین د پوځیانو مرګ ژوبله مالومه نه شوه.

لداخ د هند جمو کشمیر ایالت شمال ته په همالیا غرونو کې پرته ده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هند او چین سرحدي سیمه کې وضعیت ډېر وېروونکی بللی او ویلي دي چې واشنګټن د دوی ترمنځ منځګړتوب ته تیار دی.

د چین او هند ګډه پوله

چین او هند ۳۴۴۰ کیلومتره ګډه پوله لري، خو ځینې برخو کې یې پر ملکیت جنجال لري.

د دواړو لورو پوځونه چې نړۍ کې تر ټولو سترو پوځونو کې بلل کېږي تراوسه بیا بیا دې سیمو کې سره ټکر شوي دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د ریښتونې کنټرول کرښه په نوم سرحدي پوله باندې هم ډېرو سیمو کې اختلاف شته.