چین ته د مودي خبرداری: "موږ سوله غواړو، خو د هر تېري ځواب ویلی شو"

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي، له چین سره پر ګډه پوله نښته کې د وژل شویو هندي پوځیانو قرباني به نه ضایع کېږي. ښاغلي مودي نن چارشنبه په یوه تلویزیوني وینا کې وویل، هند سوله غواړي، خو هر ډول تېري ته د مناسب ځواب توان هم لري.

د چینایي پوځیانو سره د دوشنبې ورځې دا نښته د لداخ په ګلوان دره کې شوې ده. هندي چارواکو اوس منلې چې په دې نښته کې لږ تر لږه شل هندي پوځیان وژل شوي.

خو لومړي وزیر نرېندرا مودي نن چارشنبه ولس ته ډاډ ورکړ چې د دې پوځیانو قرباني بېځایه نه وه. نوموړي وویل، د هند خپلواکي او یووالي ورته تر هر څه لومړیتوب لري.

چین او هند یو بل د دې تاوتریخوالي په پیلولو تورنوي. که څه هم نوی ډېلی وایي، چې د چین سرتېرو ته یې هم مرګ ژوبله اړولې، خو چین لا په دې تړاو څه نه دي ويلي.

دا په تېرو ۴۵ کلونو کې د هند او چین ترمنځ تر ټولو مرګونې نښته وه. دواړه هېوادونه له لسیزو راهیسې د ګډې پولې پر ځینو سیمو دعوه لري.

د هند د بهرنیو چارو وزارت پر چین تور پورې کوي چې تېرو اونیو کې یې پر کنټرول کرښه شوی تړون مات کړی دی. خو بېجینګ هند تورنوي چې پوځیان یې د دوی خاورې ته ور اوښتي او پر چینايانو یې برید کړی دی.

د امریکا لخوا د منځګړتوب هڅې:

بل لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د هند او چین ترمنځ په سرحدي سیمه کې کړکېچ له نږدې څاري. د دې وزارت ویاند وايي، واشنګټن د نوي ډېلي او بېجینګ ترمنځ د دې کړکېچ د سوله ییز حل ملاتړ کوي.

ملګرو ملتونو هم پر دواړو غاړو غږ کړی چې تر وروستي حده تاوتریخوالی کم کړي. د دې ادارې یوه ویاند اېرک کنېکو ویلي: "موږ هغه رپوټونه مثبت ارزوو چې ښيي داوړه هېوادونه پر تاوتریخوالي کمولو بوخت دي".

د هند او چین جنجالي ګډې پولې تېر تاریخ:

چین او هند له ۱۹۵۰ کلونو راهیسې سرحدي اختلاف لري. دا دواړه هېوادونه د نړۍ تر ټولو ډېر وګړي لري.

چین د هند یو تر ټولو ستر سوداګریز شریک هم دی، خو سرحدي لانجه یې هم ډېره پخوانۍ ده.

هند چین د خپلې ۳۸ زره کیلومتره مربع خاورې په نیولو تورنوي.

تېرو دریو لسیزو کې څو ځلې خبرو سره د دوی سرحدي جنجال اوار نه شو.

تېره میاشت د دواړو هېوادونو سرتېرو له یو بل سره د سوک او لغتې جګړه وکړه.