تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هندي چارواکي: له چین سره نښته کې مو ۲۰ پوځیان وژل شوي
هندي چارواکي وايي، په لداخ سیمه کې د دغه هېواد او چینايي پوځيانو تر منځ نښته کې لږ تر لږه ۲۰ هندي پوځيان وژل شوي دي.
دا د دواړو هېوادونو تر منځ د تاو تریخوالي له ډېرېدو پر مهال ۴۵ کاله وروسته مخامخ خونړۍ نښته ده. هندي پوځ په لومړي سر کې ویلي و، چې درې پوځیان یې وژل شوي دي او دواړو لوریو ته د سر زیان اوښتی دی.
وروسته هندي پوځ ومنله چې په دغه نښته کې سخت ټپي شوي نور پوځیان هم مړه شول، چې د سر زیان ورسره ډېر شوی دی.
د هند بهرنیو چارو وزرات پر چین تور پورې کړ چې په ګالوان دره کې یې د واقعي کنټرول کرښې (ایل اي سي) درناوي له یوه هوکړې سرغړونه کړې چې تېره اونۍ شوې وه.
چین په دې نښته کې خپل لوري ته د سرزیان خبره نه ده تایید کړې خو پر هندي لوري یې تور لګولی چې سرتیري یې له پولې اوښتي او د دوی پر سرتېرو یې برید کړی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند پر هند غږ وکړ چې له یو اړخیز ګامونو لاس په سر شي او ستونزې دې نه رامنځته کوي.
د ویاند ژاو لیجیان په حواله ویل شوي چې هندي سرتېري د دوشنبې پر ورځ دوه ځله له پولې ور اوښتي دي:
''د چینايي پرسونل پارونه او پر هغوی برید د دواړو خواوو د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د جدي فزیکي مخامختیا لامل کېدای شي. ''
چینايۍ ورځپاڼې ګلوبل ټایمز لیکلي چې د دې پېښې په اړه هندي لوري ته 'رسمي احتجاج ' شوی دی.
دا نښته داسې مهال رامنځته کیږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترېنګلتیا مخ په زیاتېدو ده. هند پر چین تور لګولی چې د لداخ ګالوان سیمې ته یې زرګونه سرتیري استولي او وايي چین د هند ۳۸ زره کیلومتر مربع ساحه نیولې ده.
تېره میاشت په څو سرحدي سیمو کې د دواړو هېوادونو د سرتیرو ترمنځ د نښتې رپوټونه ورکړل شوي وو.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي سیمو پر سر د شته لانجو د هوارې لپاره په تېرو درې لسیزو کې خبرې شوې خو ستونزه یې نه ده هواره کړې.
نن سې شنبې پر ورځ دا رپوټ شوې مرګ ژوبله د تېرو درې لسیزو مخامختیا په لړ کې لومړی ځل دی چې د دواړو ځواکونو ترمنځ د نښتې په پایله کې رامنځته کیږي.
د هند او چین ترمنځ یوازې یو ځل په ۱۹۶۲ کال کې هغه مهال جګړه وشوه کله چې هند له شرموونکې ماتې سره مخامخ شو.
په تېره مۍ میاشت کې د شمال ختیځ اړوند په سېکیم ایالت کې د دواړو هېوادونو لسګونه سرتېري لاس او ګریوان شول.
دغه راز په ۲۰۱۷ کال کې د دواړو هېوادونو د سرتېرو ترمنځ هغه مهال نښته رامنځته شوه چې چین د یوې جنجالي لوړې سیمې له لارې د سړک د غخولو هڅه وکړه.
د دې دواړو هېوادونو پوځونه چې په نړۍ کې دوه لوی پوځونه دي په څو ځایونو کې سره مخامخ شوي دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د واقعي کنټرول په نوم یوه داسې سرحدي کرښه شته چې په دقت نه ده کښل شوې. د سرحد په اوږدو کې د سېندونو، جهیلونو او په واور پوښل شویو سیمو له امله دا کرښه یوې او بلې خوا ته تللی شي چې له امله یې مخامختیا را پارول کېږي.
دواړه خواوې ټېنګار کوي چې په تېرو څلورو لسیزو کې د دوی د سرتیرو ترمنځ یو ډز هم نه دی شوی او د سې شنبې (جون ۱۶ ) پېښې په اړه هند یو ځل بیا ټینګار کوي چې ډزې نه دي شوي او ځايي رسنیو ویلي چې هندي سرتیري 'تر مرګه وهل شوي دي ' خو پوځ دا رپوټونه نه دي تایید کړي.
دا چې ولې اوس مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ ترېنګلتیا رامنځته کیږي څو لاملونه لري، خو د سیالۍ لپاره ستراتیژیک هدفونه د دې ترېینګلتیا تر شا شته او دواړه هېوادونه یو بل پړ بولي.
هند په هغې سیمه کې نوی سړک جوړ کړی چې کارپوهان وایي په لداخ کې د واقعي کنټرول کرښې په اوږدو کې یوه لرې پرته او زیانمنونکې سیمه ده او داسې ښکاري چې په سیمه کې د هند له خوا د بنسټیزو پروژو پلي کولو چین غوسه کړی دی.
دا سړک د کومې شخړې رامنځته کېدو پرمهال د وسایلو او سرتیرو د لیږد لپاره د هند وړتیا زیاتوي.