تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
" د هند او چین له خوا د افغان ډيپلوماټانو روزل ښایي پاکستان خپه کړي"
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
ټایمز اف انډیا لیکي هند او چین د افغان ډپپلوماټانو د روزنې ګډ پروګرام پیل کړی، او دا هغه څه دي چې په وینا ښايي پاکستان پرې ناراضه شي ځکه چین د پاکستان نږدي متحده بلل کیږي او دا چې د افغانستان په مساله کې له هند سره همغاړی کیږي نو دا ښايي د پاکستان لپاره ښه خبر نه وي.
ورځپاڼه لیکي پر دې پروګرام په تیر اپریل کې د چین او هند مشرانو ترمنځ هوکړه شوې وه، خو پرون په چین کې د هند سفارت اعلان وکړ چې د افغان ډيپلوماټانو د روزنې ګډ پروګرام پيل شو.
ورځپاڼه لیکي په لومړي پړاو کې لس افغان ډیپلوماټان په هند کې روزل کیږي.
اذربايجانۍ ورځپاڼه اذر نیوز لیکي د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د افغانستان ، پاکستان او ترکمنستان ترمنځ د انرژۍ د لیږد د ګډې پروژې اړوند یو تړون پرون لاسلیک شو.
طالبان د خبرو لپاره دوه شرطونه لري
نیویارک ټایمز ورځپاڼه د یوې سرچینې په حواله لیکي چې طالبانو د سولې د خبرو د پيل لپاره دوه شرطونه وړاندې کړي چې یو د امریکايي ځواکونو د وتلو مسله او بل پر طالب مشرانو د لګیدلو بندیزونو لرې کول دي.
ورځپاڼه د راتلونکو پارلماني ټاکنو په اړه د طالبانو دریځ ته اشاره کوي چې ګواښ یې کړی د ټاکنو بهیر مخه به نیسي، همدې ګواښ ته په کتو ورځپاڼه لیکي په تېرو څو اونیو کې د ولسي جرګې ټاکنو لپاره اوه تنه نوماندان په وسله والو بریدونو کې وژل شوي دي.
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ نوی تړون
اذربايجانۍ ورځپاڼه اذر نیوز لیکي د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان ترمنځ د انرژۍ د لیږد د ګډې پروژې اړوند یو تړون پرون لاسلیک شو.
د دې تړون له مخې به ترکمنستان د افغانستان او کندهار ولایتونو ته هم درې، درې سوه میګاواټه بریښنا ور کوي چې په راتلونکي کې زر میګاواټو ته لوړېږي.
ګېل د افغان غوره لیګ په هکله څه وايي؟
د کرکټ مشهوره لوبغاړي کرېس ګېل ګلف ټایمز ته ویلي ډېر زیات خوشال دی چې د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالیو کې لوبیږي.
دی چې د بلخ لوبډلې غړی دی ورځپاڼې ته ویلي خوښ دی چې له هڅوونکو لوبغاړو سره دا ځل په یوه ډګر سیالي کوي.
خو ویسټ انډیز دا لوبغاړی چې د نړۍ په ټولو مشهورو غوره لیګ سیالیو کې یې برخه اخستې وايي ځینې لوبغاړي په انګلیسي ژبه نه پوهیږي خو ښه ده چې د ژباړونکو په مرسته دا ستونزه هواریږي.