د هند او چین شخړه

د هند او چین لوړ پوړو مشرانو د دوشنبې پر ورځ غونډه کې د لداخ سیمې پر موضوع خبرې وکړې، خو کومې پایلې ته و نه رسېدل. دواړو هېوادونو دغې پولې ته له هغه وروسته لسګونه زره سرتېري ولېږل چې پر یوه بل یې تور پورې کړ، چې خاورې ته یې وراوښتي دي.