تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د چین خبرداری: هند دې په ګډه پوله سرغړونې نه کوي
د دوشنبې پر ورځ د چینايي او هندي پوځونو تر منځ په لداخ سیمه کې د تاوتریخوالي له رپوټونو وروسته چین هندوستان ته خبرداری ورکړی چې دغه هېواد دې له هغو سیمو سملاسي خپل پوځونه وباسي چې 'مداخله ' یې په کې کړې ده.
چینايي چارواکو ویلي:
''سرحدي ځواکونه کابو کړئ، له ایل اي سي (کنټرول کرښه) پاروونکې اوښتل بند کړئ او سملاسي له هغو سیمو خپل پوځیان بېرته ستانه کړئ، چې مداخله یې په کې کړې. ''
د یادونې ده، چې د دوشنبې پر ورځ د هند دفاع وزارت ادعا کړې وه، چې هندي پوځیانو د پیونګونګ سو جهیل سویلي غاړې ته پر هندي ځمکو د چین یرغل پر شا تمبولی دی.
په ډيلي کې د چین سفارت له لوري په یوه سخته اعلامیه کې ویل شوي، هندي پوځیان په یاده سیمه کې د ایل اي سي بل لور ته په غیر قانوني توګه اوښتي دي او دا چاره د چین د خاورې تمامیت او د تاوتریخوالي کمولو لپاره له شوې هوکړې سرغړونه ده.
بل لور ته په بیجینګ کې د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند هواشویینګ د سې شنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې پر هند تور پورې کړ چې د دغه هېواد پوځیانو د پینګونګ سو جهیل سویلي غاړې ته د چین پر ارضي تمامیت تېری کړی.
چین داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې په یاده سیمه کې د دواړو هېوادونو پوځیان د ټکر په حالت کې دي.
هندي چارواکو د دوشنبې پر ورځ ویلي و، د جهیل سویلي غاړې ته یې د چینايي پوځیانو هغه هڅه ناکامه کړې چې د هند خاورې لاندې کولو لپاره یې پیل کړې وه.
د هند دفاع وزارت په خبره هندي پوځیانو په سیمه کې خپل سنګرونه کلک کړي دي.
د هندي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، په ختیځ لداخ سیمه کې د دواړو هېوادونو ګڼ پوځیان د توپونو او ټانکونو په ګډون له درنو وسلو سره ځای پر ځای شوي دي او د شنبې پر شپه په چوشل سیمه کې نښته هم شوې ده.
تېر جون میاشت کې پیونګ سو جهیل ته نژدې ګلوان دره کې د دواړو هېوادونو تر منځ یوه خونړۍ نښته کې ۲۰ هندي پوځیان وژل شوي وو.
له هغې نښتې وروسته چینايي پوځیانو د جهیل ختیځې غاړې ته له خپلو پوستو اته کیلومتره مخکې سیمه ونیوله چې هند یې خپله سیمه بولي.