د جورجیا ایالت ټاکنې: دیموکرات ګوند په سنا مجلس کې اکثریت ترلاسه کولو ته نژدې دی

د دیمورکرات ګوند نوماند رافایل وارناک

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د دیمورکرات ګوند نوماند رافایل وارناک

اټکل کیږي چې د امریکا د سنا مجلس لپاره په ټاکنو کې دیموکرات ګوند نوماند رافایل وارناک د جمهوریت پالو ګوند نوماندې کېلې لافلر ته په ماتې ورکولو بریالی شي.

امریکایي رسنیو او اسیوشیټیډ پریس خبري اژانس رپوټ ورکړی چې ښاغلی وارناک دې ټاکنو کې بریالی شوی دی.

تر اوسه د جورجیا ایالت د ۱۵۹ ښارونو ۹۸ سلنه رایې شمېرل شوې او د دواړو څوکیو لپاره سیالان ډېر نږدې دي.

تر اوسه تر لاسه شوې پایلې ښيي چې ښاغلی وارناک له مېرمن لافلر نه لږ مخکې دی، خو د بلې څوکۍ لپاره د دویموکرات ګوند د نوماند جان اسوف او د جمهوریت پال ګوند د نوماند ډیویډ پرډو ترمنځ سیالي ډېره نږدې ده.

له لومړنیو پایلو داسې ښکاري چې د منتخب ولسمشر جو بایډن دیموکرات ګوند په سنا کې د اکثریت خپلولو ته نږدې دي. که پایله همداسې شي نو دا به د جمهوریت پال ګوند ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته سخت ګوزار وي.

دا چې د جوبایډن د واک په لومړیو دوه کلونو کې به په سنا مجلس کې د کوم ګوند واک وي، په جورجیا ایالت کې د پرونیو ټاکنو پایلې پورې تړاو لري.

دا پایلې به جوته کړي چې د کانګرس په دواړو مجلسونو کې کوم ګوند برلاسی کیږي.

که دیموکرات ګوند وکولی شي چې په سنا مجلس کې اوسنۍ دواړه څوکۍ تر لاسه کړي نو د جمهوریت پال ګوند په څېر به پنځوس څوکۍ دغه مجلس کې ولري او و به کولی شي چې د سنا د مشرې په توګه د ولسمشر د مرستیالې د رایې په کارولو خپلې طرحې تصویب کړي.

د جمهوریت پال ګوند نوماندان ډیویډ پرډو او کیلې لافلر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د جمهوریت پال ګوند نوماندان ډیویډ پرډو او کیلې لافلر

په جورجیا ایالت کې په تېره نومبر میاشت کې د سنا مجلس لپاره ټاکنې شوې وې، خو یوه ګوند هم د ایالتي قانون له مخې پنځوس سلنه رایې خپلې نه کړې او ټاکنې دویم دور ته وغزېدلې.

که د ښاغلي وارناک بریا تایید شي نو دا به لومړي ځل وي چې له جورجیا ایالته چې د امریکا په کورنۍ جګړه کې مریي لرونکی ایالت وو، یو تور پوستی د سنا غړیتوب ته بریالی کېږي او د امریکا په کچه به دی یوولسم تور پوستی وي چې د سنا مجلس لپاره ټاکنو کې بریالی کېږي.

په خپله وارناک د بریا ادعا کړې ده ، هغه د خپلې بریا وینا د خپلې مور په یاد پیل کړه چې په تنکۍ ځوانۍ کې یې په یوه کرونده کې کار کاوه.

هغه وویل : "کلونه وړاندې هغه ۸۲ کلنه چې بل چا لپاره به یې پنبه ټولوله، پرون د رایو صندوق ته ولاړه او خپل کشر زوی یې د امریکا د سنا مجلس لپاره وټاکه، همدا امریکا ده"

که له یوې خوا پر ټول کانګرس د واک تر لاسه کولو لپاره دیموکراتان له جورجیا ایالته دواړه څوکیو ته اړتیا لري، خو له بلې خوا د جمهوریت پال ګوند پر سنا د خپل کنټرول لپاره یوازې یوې څوکۍ ته اړتیا لري.