د کورونا نوی وېروس څومره اندېښمنوونکی دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, جیمز ګالاهر
- دنده, د بي بي سي ساینسي او طبي خبریال
د کورونا وېروس د نوي ډول اړوند خبرونو د اهمیت درکولو لپاره ساده قانون لرم؛ کله چې له داسې خبرونو سره مخ شم، نو پوښتم: "د وېروس چلن هم بدل شوی که نه؟"
ښايي د وېروس بدلون ډېر خطرناک ښکاره شي، خو باید پوه شو چې دا بدلون یا خوځښت د وېروسونو د څرنګوالي یوه برخه ده.
ډېری وخت د وېروس بدلون بې اغېزې وي لا یې لېږد او سرایت ډېروي یا دا چې نوی ډول یې ګام په ګام له منځه ځي.
محکم دلایل او شواهد نشته چې وښيي د انګلنډ په سوېل ختیځ کې پیدا شوی د کورونا نوی وېروس څومره ژر سرایت کوي، لا سخته ناروغي پیدا کوي یا هم اوسني واکسینونه پرې اغېز نه کوي.
خو بیا هم څېړونکي په دوو وجو دا نوی ډول څاري.
دا ډول هغو سیمو کې ډېر خپور دی چې د کورونا نیولي کسان پکې ډېر دي. ښايي دا یو خبرداری وي، خو دوه تعبیرونه ترې اخیستلی شو.
ایا وېروس داسې بدل شوی چې ژر خپرېږي، ځکه ډېر کسان هم نیسي، که له نوي ډول سره بخت یاري کړې او ډېر کسان یې مناسب وخت او ځای کې موندلي دي.
د کورنا د اسپانیايي ډول په هکله چې دوبی د بریتانیا په ګډون اروپايي هېوادونو کې خپور شو یوه خبره دا وه چې خلک په رخصتیو کې پرې اخته او وروسته یې له ځان سره ښارونو ته وړی دی.
په دې موضوع د پوهېدو لپاره باید ډېرې څېړنې او ازموینې وشي چې نوی ډول اسانه خپرېږي که نه.
بله مسله د وېروس د بدلېدو څرنګوالی دی چې د څېړونکو ذهن یې بوخت کړی دی.
پوهان څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د بریتانیا د کووېډ-۱۹ ژنومیک کنسرسیوم غړی پوهاند نېک لومان وايي: "دا وېروس ډېر بدل شوی، زموږ له هیلې ډېر او یو شمېر یې ډېر جالب هم دي."
دواړه ډوله بدلونه په مهمو ښکري یا ښکر ډوله پروتین کې موندل کیږي، دا پروتین زموږ د بدن ژونکو ته د وېروس د ننوتلو کیلي ده.
د اېن ۵۰۱ په نوم بدلون کې د ښکري پروتین مهمه برخه چې نیونکي سره د وصل ځای نومېږي بدلېږي.
دا ځای د بدن له ژونکو سره د پروتین د تماس لومړنی ځای دی. دې برخه کې هر بدلون ژونکې ته د ویروس د ننوتلو امکان لا اسانوي او د یروس په ګټه د تلې لوری بدلېږي.
د پوهاند لومان په خبره، دا د مهم تطابق په مانا دی.
د اېچ ۶۹/ وي ۷۰ په نوم بل بدلون مخکې هم څو ځلې پېښ شوی چې له ډلې یې په ډنمارک کې د مینکانو ناروغېدل یادولی شو.
بیا هم ټینګار کوو چې د دې بدلون د جزیاتو د مشخصېدو لپاره باید لابراتوار کې ډېرې څېړنې وشي.
هر بدلون چې د یروس په پروتین کې پېښږي د واکسین د اغېز مسله هم یاد کې پیدا کېږي، ځکه د کورونا درې واړه اصلي واکسینونه-فایزر، مډرنا او اکسفورډ- د بدن د خوندیتوب سیستم پر پروتین برید ته هڅوي.
دا ویل هم پکار دي چې زموږ بدن دا هم زده کوي چې د دې پروتین پر څو ځایونو برید وکړ او په دې دلیل د بریتانیا روغتیايي چارواکي وايي، واکسین به پر نوي ډول هم اغېز ولري.

د عکس سرچینه، PA Media
کورونا هغه وېروس دی چې حیواناتو کې یې تکامل کړی او ښايي یو کال مخکې انسان ته لېږدېدلی وي.
له هغه راهیسې تر اوسه هره میاشت دوه بدلونه کوي. که نننی وېروس د چین ووهان کې له لومړني وېروس سره پرتله کړو، نو د یو بل سره ۲۵ متفاوت بدلونونه لري.
کورونا وېروس لا هم هڅه کوي چې د مختلفو بدلونونو ترکیبولو سره انسان ککړ کړي.
تېره میاشت هم موږ دا ولیدل چې د جي ۶۱۴ په نوم وېروس څرګند او نړیوال برلاسي سره د ډېرو په باور د کورونا وېروس د ډېر خپرېدو سبب شو.
خو ډېر ژر به د کورونا واکسین د دې وېروس پر نورو ډولونو فشار واچوي او وېروس به هم د هغو کسانو د نیولو لپاره به بدلون کوي چې واکسین یې کړی دی.
که داسې بدلون راځي او ور سره وېروس تکامل کوي، باید د کورونا واکسین هم پرلپسې تازه شي، لکه هر کال چې د والګي یا انلفوینزا واکسین سره دا کار کېږي.













