کورونا وېروس: 'د ټوخي پرتله د بوی حس ورکېدل د کورونا ښکاره نښه ده'

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ریچل شرایر
- دنده, د روغتیايي چارو خبریاله
یوې نوې ساینسي څېړنې موندلې ده چې ښايي ډېر خلک به پر دې باور وي چې د تبې او ټوخي پرتله د بوی حس ورکېدل د کورونا وېروس د یوې نښې په پېژني.
دا څېړنه چې د لندن UCL پر هغو ۵۹۰ کسانو ترسره کړې، چې په تېر یوه کال کې یې د بوی یا خوند حسونه له لاسه ورکړي، ۸۰ سلنې کسانو د کورونا وېروس ضد دفاعي سیستم پیاوړی ښودل شوی.
په دوی کې ۴۰ سلنه کسانو هېڅ نښه نه درلوده، خو څېړنې په اصل کې پر هغو کسانو تمرکز کړی، د کورونا وېروس د ناروغۍ عامې نښې پکې ښکاره شوې دي.
له تېرې اپرېل میاشتې راهیسې د بوی او خوند حسونو ورکېدل د کورونا وېروس نښې بلل شوې دي، چې په تېره مې میاشت کې رسماً ددې ناروغۍ نښې وګڼل شوې.
اوس هغو ناروغانو ته، چې دغه نښې لري، دا سپارښتنه کېږي چې له نورو خلکو ځانونه لیرې او تجرید کړي او د کورونا وېروس ازموینه وکړي.
خو په دې څېړنه کې ګډون کوونکې څېړونکې پروفیسرې ریچل بترهام ویلي، لام ګڼ خلک ټوخي او تبې ته د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د لویو نښو په سترګه ګوري.
په لندن کې د اپریل له ۲۳ د مې تر ۱۴مې، له لابراتوارونو راغونډو شویو معلوماتو ښودلې، ناروغانو یې د ناروغۍ لومړیو څلوور اونیو کې د بوی او خوند حسونه له لاسه ورکړي وو.
پایله دا شوه چې په دوی کې له هرو پنځو کسانو څلورو یې کورونا وېروس درلود، په دې معنا چې دوی مخکې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.
په څېړنه کې ویل شوي، ټولو ګډونوالو نورمال نښې لرلې.
وروستۍ څېړنه وايي، ضرور نه ده چې په کورونا وېروس د ټولو اخته کسانو د بوی حس له منځه ولاړ شي، خو که د بوی حس یې ورک شي، غالباً انګېرنه دا وي چې ګنې په کورونا وېروس اخته شوی.
پروفیسره بترهام وايي، په ناروغۍ اخته کېدو په نښو باید پوه شو چې یوه نښه یې د بوی د حس ورکېدل دي، خو پزه ورسره بنده نه وي.
باور دا دی چې له کوویډ-۱۹ ناروغۍ سره د انسان د بوی حس ورکېږي؛ ځکه چې وېروس د پزې پاسنۍ برخه، ستوني او ژبه کې پر ژونکو (حجرو) برید کوي.
خو دا له رېزش سره توپیر لري، ځکه چې هلته د ناروغ د پزې د هوايي نل بندېدو له کبله د بوی یا خوند حس بدلېږي.
د لندن کېنګ کالج پوهنتون څېړونکو مخکې ویلي وو، په کورونا وېروس د ۶۰ سلنه اخته کسانو د بوی یا خوند حس له منځه ځي.

پروفیسره بټرهام وايي، د بوی حس ورکېدل دا خطر هم لري چې پر انسان د لوګي یا ګاز راوتلو بوی نه لګي یا دا چې خواړه وسوځي بوی یې نه ورځي.
پر انټرنېټ زرګونو کسانو خپلې تجربې هم شریکې کړې دي چې د اور پرمهال دوی د لوګي یا سوځېدلي څیز بوی نه دی حس کړی.
ځینو ویلي، د دوی پزو ته تل بد بوی (د کثافاتو) بوی ورځي، ځینې بیا وايي چې هر ځای د لوګي یا اوسپنې بوی احساسوي، او له کورونا ناروغۍ رغېدو څو میاشتو وروسته هم ځینې کسان د خوړو او غذا بوی نه شي احساسولي.
پروفیسره بټرهام وايي، هغه کسان چې د بوی حس یې ورک شوی ځانونه روغ ګڼي، خو نورو خلکو ته "لوی خطر" په دې پېښوي، چې دوی خپل ورځني ژوند او کاروبار ته دوام ورکوي او ځان روغ ګڼي، حال دا چې نورو روغو خلکو ته یې د ناروغۍ لېږدولو احتمال ډېر وي.
دا وايي، له کورونا وېروس په ډېری رغېدلو کسانو کې د خوند ورکېدو پرتله د بوی د حس ورکېدل ډېر وي، که څه هم دا دواړه نښې معمولاً یوځای راښکاره کېږي.
بټرهام داسې مهال خپله څېړنه کړې، چې د بوی او خوند د حس ورکېدل هغه مهال په وېروس د اخته کېدو نښه نه وه ګڼل شوې.








