د سعودي یوه بندر کې تېل وړونکې بېړۍ کې چاودنې سره اور ولګېد

د ماڼوګرۍ یا بېړۍ چلولو هافنیا شرکت وايي، د ناپېژاند بهرني شي له امله د سعودي په جده بندر کې یوه بېړۍ کې چاودنه شوې او اور لګېدلی دی.

دغه شرکت د بیانیې خپرولو سره د بېړۍ نوم بي ډبلیو بللی او ویلي یې دي چې د سینګاپور بیرغوالې دې بېړۍ د جدې ښار بندر کې خپل بار کوزاوه:

ځايي وخت له نیمې شپې وروسته دا بېړۍ له برید سره مخ او اور پکې ولګېد، خو ټول ۲۲ ماڼوګان په وخت ترې ووتل.

په خلیج کې د بریتانیا سمندري ځواکونو تر نظر لاندې د بریتانیا د سمندري او سوداګریزو چارو سازمان دا پېښه ارزوي او سیمه کې یې بېړیو ته خبرداری ورکړی چې پام وکړي.

تېره میاشت هم د سور سمندرګي په غاړه کې د سعودي یوه ترمینل کې چاودنې یوه تېل وړونکې بېړۍ زیانمه کړه.

سعودي چارواکو حوثي وسلوال او ایران په دې پېښه کې پړه وبلل.

د سعودي په مشرۍ یمن کې جنګېدونکې ټلوالې هغه مهال وویل، یو "ترهګریز برید" یې شنډ کړی او د سعودي په شقیق بندر کې د مالټ بیرغواله دا بېړۍ لږ زیانمنه شوې ده.

سیپۍ ډوله ماینونه

تېر نومبر د سعودي په مشرۍ ټلوالې د سور سمندرګي سوېل ته د پنځو سمندري بمونو د شنډولو خبره وکړه چې د دوی په خبره، حوثي وسلوالو ایښي وو.

د دې ټلوالې قومنداني وویل، دا سمندري ماینونه ایران جوړ کړي او د سیپۍ یا صدف کورنۍ دي.

ایران وايي، حوثي وسلوالو ته وسلې او مهمات نه ورکوي او یوازې معنوي ملاتړ یې کوي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، د یمن له حوثیانو سره وسلې په ایران کې جوړو وسلو ته ورته دي.

ملګري ملتونه ایران د یمن له حوثیانو سره په بې قانونه مرستې تورنوي.

یمن کې له حوثیانو سره د مقابلې لپاره د سعودي او ملګرو هېوادونو د برید له پیلیدو تر پنځو کلونو ډېرې تېريږي، چې له امله یې لوی انساني ناورین جوړ شوی او ډېرو ولسي وګړو پکې ژوند له لاسه ورکړی دی.