سعودي: عمان سمندرګي کې زموږ دوه بېړۍ سختې زیانمنې شوې

سعودي عربستان "ورانوونکي عملیات" چې پکې عمان سمندرګي کې څلور بېړۍ په نښه شوې غندي او مني چې د دغه هېواد دوه بېړۍ هم پکې زیانمنې شوې دي.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ وویل، چې د مختلفو هېوادونو څلور باري بېړۍ د دغه هېواد ختیځو اوبو کې او فجیره بندر ته نږدې له "ورانوونکو عملیاتو" سره مخ شوې دي.

د سعودي د انرژۍ وزیر خالد فالح وايي، دوه تېل وړونکې بېړۍ یې چې له عمان سمندرګي تېرېدلې دغو عملیاتو کې سختې زیانمنې شوې:

"خو کوم کس زیانمن شوی نه دی او نه هم سمندر ته تېل لیګ شوي دي".

د هغه په خبره، د سعودي یوې بېړۍ د دغه هېواد له تنوره راس بندر خام تېل خلیج کې امریکايي مشتریانو ته لېږدول.

د سعودي خبري اژانس د رپوټ له مخې ښاغلی فالح په بیان کې دا عملیات غندي او د نړۍ د تېل تولیدوونکو د امنیت او د سمندري تګ د ازادۍ لپاره یې ګواښ بولي.

نوموړی د تېل وړونکو بېړیو امنیت او د سمندري تګ خوندیتوب د نړیوالې ټولنې ګډ مسوولیت بولي او زیاتوي چې دا ډول پېښې د انرژۍ بازار اغېزمنولی او د نړۍ اقتصاد ګواښمنولی شي.

د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت هم په بیان کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د هر هغه چا په وړاندې خپل مسوولیت ترسره کړي چې په سمندر کې د بیړیو تګ راتګ له خطر سره مخامخ کوي.

د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي دا پيښه پرون سهال مهال رامنځته شوې او په ترڅ کې یې څلور بیړۍ زیانمنې شوې دي.

دا پيښه الفجیره امارت ته نږدې او د هرمز تنګې ته څیرمه شوې، هغه تنګی چې په نړۍ کې د تیلو او ګاز د لیږد مهمه لاره بلل کیږي.

د بهرنیو چارو وزارت په بیانیه کې د دې زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي خو زیاتوي چې ځاني زیان نه لري او نه زیان رسوونکي مواد له بیړیو وتلي دي.

دا پیښه داسې مهال رامنځته کیږي چې په دې سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ د اتومي پروګرام پرسر ناندرۍ زیاتې شوي دي.

په همدې لړ کې د ایران د ګواښ په ځواب کې امریکا د الوتکو لیږدوونکې بیړۍ سیمې ته استولې او خپلې سترې بم غورځوونکې الوتکې بي ۵۲ یې په قطر کې په خپله پوځي هوايي اډه کې ځای پر ځای کړې دي.

متحده عربي اماراتو په دغه پیښه کې کومې ډلې یا هیواد ته د پړې ګوته نه ده نیولې خو له ایران سره چې څه موده وړاندې یې د هورمز تنګي د تړلو ګواښ کړی و، ترینګلي اړیکي لري.

ایران او متحده عربي امارات د درې ټاپوګانو د ملکیت پر سره شخړه لري او دواړه یې د ملکیت دعوی کوي.

خو اوسنۍ پېښې ته په غبرګون د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه اندېښمنوونکې او خواشینوونکې بولي او د کره اړخونو د روښانېدو غوښتنه یې کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي دا ګام د سیمې د امنیت او ټیکاو د خرابوونکو بدغواړو دسیسه بولي او زیاتوي چې د سیمې هېوادونه باید د بهرنیو عواملو د هر ډول ماجرا غوښتنې په وړاندې هوښیار اوسي.

پجیره بندر له هورمز تنګي ۱۴۰ کیلومتره لرې پروت او د نړۍ د تېلو دریمه برخه ترې تېرېږي.

فجیره بندر د خلیج، هند نیمه وچې او افریقا د بېړۍ چلولو لپاره ځکه ستراتیژيک بلل کېږي، چې د تېل وړونکو او نورو بېړیو د سونتوکو اچولو ځای دی.