تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'ایران سوریه کې پوځي اډه جوړوي'
یوې لوېدیځې خبري سرچینې بي بي سي ته ویلي، ایران په سوریه کې د دایمي پوځي اډې جوړولو په درشل کې دی.
ویل کېږي، د ایران پوځ د پلازمېنې دمشق ۱۴ کیلومترۍ القسوه سیمه کې د دایمي پوځي اډې جوړولو هوډ لري، چې وړاندې له دې ځایه د سوریې پوځ ګټه اخیسته.
د سپوږمکۍ له انځورونو ښکاري چې د دمشق سوېل کې د ایران فعالیتونه روان دي.
دا رپوټونه هم مهاله په سوریه او منځني ختیځ کې د ایران د نفوذ پر سر د بحثونو ډېرېدو پرمهال خپاره شوي دي.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړی چې ایران په سوریه کې د خپل پوځي حضور د ډېرېدو په درشل کې دی چې په وینا یې اسرائیل به د ایران ددغه کار مخه نیسي.
له سپوږمکۍ په اخیستل شویو انځورونو کې ښکاري چې ایران هلته د ۱۲ ودانیو پر جوړولو بوخت دی چې غالباً خپل پوځي تجهیزات او پوځيان پکې ځای پرځای کوي.
په وروستیو میاشتو کې په دې سیمه کې نورې ودانۍ هم جوړې شوې دي.
یوه لوېدیځوال چارواکي بي بي سي ته ویلي، په سوریه کې د ایران اوږدمهال حضور ډېر منطقي نه ښکاري.
پر ایران دا تور هم دی چې په منځني ختیځ کې د شیعه هال په نوم بنسټ له لارې غواړي هلته خپل نفوذ ډېر کړي او د لبنان حزب الله ډلې ملاتړ زیات کړي.
په داسې حال کې چې اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې په جګړه کې ماتې خوړلې او اډې یې له لاسه وتلې دي، اوس ایران سوریه کې د خپل نفوذ ډېرېدو او شیعه ګانو د برلاسي کېدو هڅې کوي.
ایران تل د بشارالاسد د حکومت ملاتړ کړی. خپاره شوي انځورونه ښيي چې په تېرو څو ورځو کې د ایران قدس پوځیانو مشر قاسم سلیماني په دیرالزور کې له یوې بلې ملېشې سره لیدل شوی.
په سوریه کې د پاسداران ګڼ غړي او قومندانان جنګېدلي او ځینې یې وژل شوي هم دي.
نیابتي جګړه
بل خوا، د امریکا بهرنيو چارو وزیر رېکس ټېلرسن په لبنان کې له هغو ناندريو وروسته چې د لومړي وزیر سعد حريري د استعفا لامل شوې نورو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې لبنان دې د نیابتي جګړو لپاره نه کاروي.
ایران او د هغوی لبناني ملاتړي شيعه حزب الله ډله ادعا کوي چې ښاغلی حريري د سعوديانو له خوا نيول شوی او استعفا ته اړ شوی. ښاغلي ټېلرسن ويلي هغه ته ډاډ ورکړل شوی چې ښاغلی حریري به نه بندي کېږي.