تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډونلډ ټرمپ د سعودي او قطر له مشرانو سره پر ایران وغږېد
د امریکا ولسمشر د سعودي عربستان له پاچا او د قطر له امیر سره په خلیج همکارۍ شورا کې پر اختلافونو او سیمه کې د ایران پر چلن خبرې وکړې.
د سپینې ماڼۍ بیان کې راغلي، چې ډونلډ ټرمپ د قطر له امیر تمیم بن احمد ال ثاني سره د ایران پر سپین سترګي چلند خبرې وکړې.
د دې بیان له مخې د امریکا او قطر مشرانو د ایران چلن په منځني ختیځ کې د ټیکاو لپاره خطر وباله.
سپینه ماڼۍ وايي ډونلډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره هم خبرې وکړې.
دواړه مشران په دې سلا شول چې د ایران له هغه نفوذ سره مقابله وکړي، چې د سوریې د کړکېچ په کارولو سره یې منځني ختیځ کې زیاتوي.
ښاغلي ټرمپ په دې خبرو کې د خلیج همکارۍ شورا د غړو هېوادونو ترمنځ د اختلاف پر اوارولو او د ایران له نفوذ سره د مقابلې او د توندلارو ماتولو لپاره د دوی پر یووالي ټینګار وکړ.
ښاغلي ټرمپ په دغو خبرو کې د سعودي عربستان پر ښارونو د حوثیانو وروستیو بریدونو ته په اشارې له ریاض سره د واشنګټن پر یووالي ټینګار وکړ.
حوثي وسلوالو د دوشنبې په ورځ هم سره سمندرګي کې د سعودي عربستان تېل لېږدوونکې بېړۍ په نښه کړې ده.
امریکا او سعودي عربستان په یمن کې له حوثیانو سره ایران په ملاتړ تورنوي.
له داعش سره مبارزه او د یمن کړکېچ د دې خبرو بله برخه وه.
له عرب مشرانو سره د ټرمپ د ناستې ځنډېدل
د سعودي عربستان، قطر او امریکا د مشرانو له خبرو وروسته رویټریز خبري اژانس ته یوه چارواکي ویلي، چې د خلیج د عرب هېوادونو له مشرانو سره د ډونلد ټرمپ ناسته وځنډېده.
رویټرز زیاتوي، د ریاض او دوحه ترمنځ کړکېچ هغه څه دي چې له پسرلي یې تر مني دا ناسته وځنډوله.
ډونلډ ټرمپ تېره اونۍ سپینه ماڼۍ کې د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره ولیدل.
ټاکلې ده راتلونکې اونۍ د قطر امیر هم په واشنګټن کې له ټرمپ سره وویني.