کلیفورنیا کې د امریکا سمندري ځواکونو بېړۍ اور اخیستی

کلیفورنیا کې د امریکا د وسلو یوې سمندري بېړۍ اور اخیستی چې لږ تر لږه ۲۱ کسان پکې ټپیان شوي دي.

د بانهام ریچرډ په نامه دا بېړۍ د کلیفورنیا سن ډیاګو ښار اوبو کې د پوځي اډې د رغونې دوراني چارو ته تللې وه چې د یکشنبې په ګهیځ یې اور واخیست.‌

د سن ډیاګو اوروژنې ادارې ویلي، د اور لګېدو پرمهال له بېړۍ د سلګونو کسانو کړیکې اورېدل کېدې.

له هوا اخیستل شوي انځورونه ښيي چې د بېړۍ زیاتره برخه (۲۵۷ متره) لوګي کې پټه ده او کوچنۍ بېړۍ د اوروژنې پر چارو بوختې دي.

تر اوسه د اور لګېدو لامل نه دی روښانه شوی.

د امریکا د سمندري ځواکونو یوه ویاند چارلز براون ویلي، ډېری سپاره د لوګي تېرولو له امله ژوبل شوي یا سوځېدلي، چې ټول روغتون ته وړل شوي دي.

په ټپیانو کې څلور پوځيان دي.

د اور لګېدو پرمهال په بانهام ریچرډ بېړۍ کې ۱۶۰ ماڼوګان وو چې ټول ترې ایستل شوي دي.

دې بېړۍ زر کسه خدمه درلوده.‌

یاده بېړۍ له ۱۹۹۸ کال راهیسې د امریکا سمندري ځواکونو کې فعالیت لري.

د ۲۰۱۲ کال د جولای پر ۱۶مه هم د متحده عربي اماراتو یوه سمندرغاړي کې د امریکا د سمندري ځواکونو یې بېړۍ اور اخیستی و.

د یو اېس اېن اېس رپاهانوک په نامه د بېړۍ اور کې څوک وژل شوي نه وو، خو وروسته د اماراتو چارواکو وویل چې یو هندی کب نیوونکی پکې وژل شوی او درې نور ټپیان دي.