تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکايي ځواکونه: ایران له هورمز تنګي تېرېدونکې بېړۍ درولې
د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سنټکام وايي، ایران د ویلا په نوم سوداګریزه بېړۍ په هورمز تنګي کې درولې ده.
د سنټکام ټوېټر کې لیکل شوي، د ایران یوې چورلکې او دوو کښتیو د دغه هېواد پوځیان د بېړۍ پر چت پلي کړي دي.
دغه ټوېټري حساب کې داسې ویډیو هم خپره شوې چې پکې یوه چورلکه د کښتۍ چت ته ډېر نږدې واټن سره ولاړه ده.
سنټکام وايي، دوو کښتیو او د سمندر پاچا په نوم ایرانۍ چورلکې دې عملیاتو کې ګډون درلود.
ایران دې خبر ته کوم ځواب نه دی ویلی او ایراني رسنیو هم په دې تړاو څه نه دي خپاره کړي.
د ډرایډ ګلوبل په نوم وېبپاڼې د چارشنبې په ورځ مازیګر وویل، ناتایید رپوټونه ښيي چې ایراني ځواکونو اې ټي وېلا بېړۍ درولې او بیا ور ختلي دي.
د دې وېبپاڼې د رپوټ له مخې، اېم ټي وېلا بېړۍ د امارات په شارجه کې خورفکان بندر ته روانه وه، چې ایراني ځواکونه ور مخې ته وشول او تر څه وخت نامالوم ځای کې وه.
بیا ډرایډ ګلوبل څو ګړۍ وروسته ټوېټ کې وویل، اېم ټي وېلا خورفکان بندر ته خوځېدلې او رسېدلې ده.
بېړۍ د چا ده؟
د دې رپوټ له مخې دا بېړۍ چې د لایبریا بیرغ پرې لګېدلی د یوه یوناني شرکت ده.
امریکا د یونان د سمندري شرکتونو په واک کې هغو څو بېړیو باندې بندیزونه ولګول چې وروستیو کې یې وینزویلا ته تېل او خواړه لېږدول.
امریکا وايي، دغو بېړیو پر ایران د تېلي بندیزونو له اصولو سرغړونه کړې ده.
د نړۍ د بېړۍ چلولو اړوند خبرونو وېبپاڼې ټرېڼد وېنډز هم د ایراني ځواکونو له خوا د یونان اړوند یوې تېل لېږدوونکې بېړۍ د درولو خبره کړې ده.