امریکايي سرچینې "د سعودي برید کې د ایران ښکېلتیا ښيي"

د امریکا متحده ایالتونه د سعودي پر تېلي بټیو د بریدونو د سپوږمکۍ تصویرونو خپرولو سره وايي، چې ایران دغو بریدونو کې لاس لري.

دا بریدونه تېره شنبه په بقیق چاڼځي او خریض تېلي زېرمو شوي دي.

د امریکايي چارواکو په خبره، د بریدونو زور او لار دا ردوي چې دا بریدونه حوثي وسلوالو کړي دي.

د سعودي پر تېلي بټیو د شنبې ورځې له برید وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغې پېښې ته په لومړي غبرګون کې ویلي، که تایید شي چې دا برید چا کړی، نو واشنګټن پوځي ګام ته تیاری دی.

ښاغلی ټرمپ په ټوېټ کې لیکي: د سعودي د تېلو د وړاندې کولو کرښې په نښه شوې:

"د دې باور لپاره دلیلونه شته چې دا کار چا کړی دی. موږ د موضوع له تایید سره پوځي ګام ته تیار یو. خو منتظر یو چې سعودي دا نظر وړاندې کړي چې د دوی په باور دا برید چا کړی دی او د کومو شرایطو له مخې ګام پورته شي".

د شنبې په ورځ سعودي کې پر تېلي بټیو له برید وروسته نړیوال بازار کې د تېلو بیې په چټکۍ سره پورته کېږي او په تېرو څلورو میاشتو کې خورا لوړې کچې ته رسېدلې دي.

د دې بریدونو له امله د تېلو نړیوال رسد سملاسي پنځه سلنه کم شوی دی.

نړیوال بازار کې خام تېل هر بیلر یا بېرل بیه ۱۹ سلنه ډېره شوې او تر ۷۱،۹۵ ډالره پورته شوې ده.

پر دې سربېره د تېلو د بیې بله اندازه ویسټ ټیکساس انټرمیډیټ بیه هم ۱۵ سلنه پورته شوې او ۶۳،۳۴ ډالرو ته رسېدلې ده.

وروسته د ولسمشر ټرمپ له خوا د امریکايي زېرمو د پرانیستو سره دا بیې لږ کمې شوې.

د سعودي زېرمو بیا کار پیلول به څو اونۍ وخت واخلي.

د سعودي کمپنۍ ارامکو وايي، د دې بریدونو پایله کې ورځنی تولید یا پیداوار ۵،۷ میلیون بېرله کم شوی دی.

تلوېزون کې د دې بریدونو ویډیو ښيي چې د سعودي بقیق سیمه کې له ډرون بریدونو وروسته د نړۍ د تېلو له تر ټولو لوی چانځي لمبې پورته کېږي.

په خریص کې هم د دویم برید له امله ډېر تاوان رسېدلی دی.

که څه هم یمن کې حوثي وسلوالو د دې برید مسوولیت منلی دی، خو امریکايي چارواکو یې مسوولیت پر ایران اچولی دی.

مګر د ایران د بهرنیو وزیر جواد ظریف د امریکايي سیال مایک پمپیو دا ډول تورونه ردوي.

د سعودي او لوېدیځو هېوادونو پوځي ټلواله یمن کې د حکومت ملاتړ کوي، خو ایران د حکومت ضد وسلوالو حوثیانو ملاتړی دی.

که دا حملې حوثیانو کړې وي، نو ډرون یې له یمن تر سعودي څو میله سفر کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ یوه بیان کې ولیکل، چې د سعودي عرب د تېلو بټۍ له ویشتلو وروسته داسې ثبوت نشته چې وښيي دا بریدونه له یمن شوي دي.

نوموړي د حوثیانو دا دعوه رد کړه چې بقیق او خریص کې یې د تېلو بټۍ په نښه کړې دي.

امریکايي ورځپاڼه والسټریټ جورنال وايي، کارپوهان پر دې غور کوي چې د دې بریدونو تر شا ایران یا عراق کې د هغوی ملاتړي وسلوال لاس لرلی شي چې د ډرون په ځای یې کروز توغندي کارولي.

دا بریدونه چا کړي

تېره میاشت شیبه کې پر ګازي بټیو او مۍ میاشت کې پر تېلي بټیو له بریدونو وروسته سعودي دا کار د حوثي وسلوالو وباله.

د ایران ملاتړي حوثیان د یمني حکومت او سعودي ټلوالې پرضد جګړه کوي.

یمن کې له ۲۰۱۵ کال راهیسې ولسمشر عبدالربه منصور هادي د حوثیانو له لاسه له پلازمېنې صنعا ووت، سعودي یې ملاتړ وکړ او د دې وسلوالو پرضد یې د څو هېوادونو ټلواله جوړه کړه.

دا ټلواله تر ډېره هره ورځ د حوثیانو پرضد هوايي بریدونه کوي، خو مقابل کې دا ډله پر سعودي د توغندیو برید کوي.

خو سیمه کې د تاوتریخوالي نور لاملونه د ایران او سعودي ترمنځ دوښمني ده.

سعودي او امریکا جون او جولای کې پر دوو تېلي بېړیو د برید تور هم پر ایران ولګاوه.

خو تهران دا تورونه رد کړل.

مۍ میاشت کې د سعودي بیرغواله او درې نورې تېلي بېړۍ عمان خلیج کې د متحده عربي اماراتو حدودو کې له چاودنو سره مخ او زیانمنې شوې.

سعودي او امریکا بیا هم دا بریدونه د ایران کار وباله، خو تهران د تېر په څېر دا تور رد کړ.

خو جون کې د سمندري لارو کړکېچ هغه مهال زیات شو چې ایران هورمز تنګي کې د امریکا یوه جاسوسه الوتکه وغورځوله.

له هغه یوه میاشت وروسته د امریکا دفاع وزارت پنټګان وویل، سعودي ته پوځیان استوي.