پنټګان له خليج د تېريدونکو بيړيو د ملاتړ لپاره ټلواله جوړوي

    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي

د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان وايي، په خلیج کې د بېړیو د امن تګ لپاره د ټلوالې د جوړولو په تړاو سلا مشورې روانې دي او ښايي په راتلونکو څو اوونيو کې دا ټلواله جوړه شي.

د امريکا د لوى درستيزانو د جرگۍ مشرتابه لپاره د ولسمشر ټرمپ نوماند جنرال مارک مايلي چې د مشرانو جرګې د پوځي چوپړونو جرگه گۍ ته يې وينا کوله وويل ټلواله به د سوداگرييزو بېړيو ساتنه هم کوي.

د دې پوځي ټلوالې د جوړېدو په اړه د سلا مشورو خبر يوه ورځ وروسته له هغه مخې ته راغى چې بريتانيا پر ايران د خپلې يوې تېل لېږدونکې بېړۍ د ودرولو تور پورې کړ، خو ايران دا تور رد کړى.

د امريکا مرکزي قومندانۍ ويلي د نړيوالو بېړيو ازاد تگ راتگ ته د شته گواښ لرې کولو لپاره يوه نړيوال حل ته اړتيا ده.

د تهران لپاره د برتانيا پخوانى سفير سر ريجارد دالتن وايي په سيمه کې د ترينگلتيا ډېرېدو اندېښمن کړى.

نوموړى په دې باور دى چې ترينگلتيا ژر د سر زيانونو او نه کابو کېدونکې شخړې ته لار هوارولى شي.

نوموړى وايي ايرانيان بايد په دې پوه شي چې د خليج په اوبو کې د ترينگلتيا د کچې لا لوړېدل به خورا ډېر خطرناک وي.

خو په همدې حال کې بريتانيا په خليج کې د ترينگلتيا د کچې کمولو غږ کړى. برتانيوي چارواکو هورمز تنگي کې خپلو بېړيو ته لارښوونه کړې چې د ورځې په رڼا کې او چټک سفر وکړي.

بل لوري ته د جبل طارق پوليس چارواکو د هغې ايراني تيل لېږدونکي بېړۍ سر ماڼو او مشر افسر رسما" توقيف کړي چې يوه اوونۍ وړاندې يې پر سوريې د اروپايي ټولنې لگېدلو بنديزونو د ماتونې په شک ودرولې وه.

د ټرمپ او نتن یاهو خبرې

له بلې خوا د امریکا سپینه ماڼۍ وايي د دغه هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اسراییل لومړي وزیر بن یمین نتن یاهو سره د ایران پر سیمه ییز سیاست ټلېفوني خبرې کړې دي.

سپینه ماڼۍ د یوې اعلامیې خپرولو سره زیاتوي، د امریکا او اسراییل مشرانو "په سیمه کې د ایران د تاواني چارو د مخنیوي لپاره د هڅو په ګډون" پر خپلو ګډو امنیتي ګټو هم وعږېدل.

دا خبرې له هغه وروسته دي چې ډونلډ ټرمپ په یوه ټوېټ کې وویل: "ایران له اټومي تړون په سرغړاوي له اوږدمهال راهیسې پټ یورانیم بډایوي".

نوموړي په نږدې راتلونکي کې پر ایران د پام وړ بندیزونو د زیاتولو خبره هم وکړه.

بن یمین نتن یاهو هم د پنجشنبې په ورځ د یوه ټوېټ خپرولو سره منلې چې د سیمې او امنیت پر مسلو له ډونلډ ټرمپ سره غږېدلی دی:

"له ولسمشر ټرمپ مې مننه وکړه چې پر ایران د بندیزیونو زیاتولو پرېکړه یې کړې ده".

پر ایران د بندیزونو زیاتولو لپاره د ښاغلي ټرمپ دا خبرداری له هغه وروسته دی چې تهران وویل، تر څلور نیم سلنې یورانیم بډایوي.

د ایران او شپږو قدرتونو ترمنځ د اټومي تړون له مخې تهران تر ۳،۶۷ سلنې یورانیم بډایولی شي.

له دې مخکې هم د ایران د بډایه شویو یورانیمو زېرمې له ۳۰۰ کیلوګرامو پورته شوې وې، چې د اجازې تر کچې پورته دي.

ایران وايي، دا کار یې ځکه وکړ چې امریکا له اټومي تړون ووتله او پر دغه هېواد یې بندیزونه ولګول.

د اټومۍ انرژۍ نړیوال اژانس هم د چارشنبې په ورځ یوه بېړنۍ ناسته کې د ایران دا کار وارځاوه.