ایران وايي له امریکا سره جګړه نه غواړي

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه ای ویلي، له امریکا سره د ایران ترینګلتیا له پوځي اړخه نه ده، ځکه په پام کې نه ده چې جګړه وشي. دی وايي "موږ جګړه نه غواړو."

هغه د امریکا او ایران ترمنځ د جوړجاړي لپاره له عراق او عمان نه د منځګړيتوب غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو روسیې ته د سفر پرمهال ویلي، امریکا له ایران سره جګړه نه غواړي او یوازې غواړي چې ایران د یوه عادي هېواد په توګه عمل وکړي.

د ایران مشر د خپل هېواد جګپوړو مشرانو ته په وینا کې ټینګار کړی چې ایران جګړه نه غواړي خو "مقاومت به کوي او په دې ترینګلتیا کې به امریکا شا ته کېدو ته اړه شي."

ایت الله خامنه ای په ورته وخت کې له امریکا سره خبرې رد کړې چې په وینا یې "ځینې په کور د ننه وايي خبرې څه عیب لري؟ د امریکا له اوسنۍ ادارې سره خبرې او معامله د راکړې ورکړې ده، خو امریکا پوهېږي چې ایران قوي دی."

دی وايي، ایران به د خپلو توغندیو او د توغندیو د د واټن ویشتو په اړه خبرې ونه کړي. "موږ به د خپلو دفاعي وسلو په اړه خبرې وکړو چې فلانی توغندی مو ولې دومره واټن ویشتونکی جوړ کړی؛ دا واټن راکم کړئ که تاسو مو وویشتئ، تاسو زموږ اډې نه شئ ویشتلی او ځواب راکړئ..."

"لویه خدایي ازموینه"

د ایران ولسمشر حسن روحاني هم په دې ورځو کې له امریکا سره ترینګلتیا ته په اشاره ویلي: "نن د خدای په یوه لویه ازموینه کې یو او له زړه نازړه کېدو پرته به په مقاومت سره له دې پړاوه تېرېږو.‌"

په وروستیو اونیو کې د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیا ډېره زیاته شوې ده.‌

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نیویارک ټایمز هغه رپوټ رد کړی چې ګني امریکا غواړي سیمې ته ۱۲۰ زره سرتېري واستوي. ټرمپ وايي "دا دروغ خبر دی، موږ داسې کوم هوډ نه لرو او نه کوم پلان ورته لرو.‌ خو که وغواړو دا کار وکړو ډېر زیات سرتېري به واستوو."

وړاندې دې خبر ته به ملګرو ملتونو کې د ایران استازي مجید تخت‌روانچي منځني ختیځ ته د امریکا د ۱۲۰ زره سرتېرو د استولو د رپوټ په غبرګون کې دا "رواني جګړه" بللې وه.

تېره ورځ ټرمپ دا هم ویلي وو، چې ایران هرمز تنګي ته څېرمه د سوداګرۍ بېړۍ پروړاندې "ورانکاری عمل" کوي.

نوموړي ایران ته خبرداری ورکړی و که کومه تېروتنه وکړي "ډېر به وځورېږي."

نیویارک ‌ټایمز ویلي وو، امریکا غواړي د ایران د ګواښونو د مخنیوي لپاره منځني ختیځ ته هماغومره سرتېري واستوي لکه په ۲۰۰۳ کال یې چې پر عراق د برید لپاره دغه هېواد ته استولي وو.

امریکا په ۲۰۱۰ کې هم افغانستان ته سرتېري استولي وو چې شمېر یې شاوخوا ۱۰۰ ته رسېده.