د ایراني ساینسپوه د ترور نوې کیسه: 'د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ پېژندل شوی او ۱۳ ډزې پرې شوې'

برید

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پر فخريزاده د لیندۍ په ۷مه د تهران د ختیځ په ۸۰ کیلومترۍ کې پر آبسرد واټ برید وشو

د ایران د سپاه پاسداران مرستیال قومندان علي فدوي وايي د دغه هېواد د اټومي او راکټي پروګرامونو د مخکښ ساینسپوه محسن فخريزاده د پېژندلو او وژلو لپاره د "مصنوعي ځیرکتیا" له ټکنالوجۍ ګټه اخیستل شوې ده.

فدوي د فخريزاده د وژلو هغه کیسه له نورو تازه جزیاتو سره تایید کړه چې وايي د فخريزاده د وژلو ځای کې هېڅ بریدګر نه و او هر څه په اتومات ډول ترسره شوي دي.

د فخريزاده د ترور د څرنګوالي دا کیسه چې د چارواکو د لومړنیو څرګندونو او د عیني لیدونکو له وینا سره توپير لري، تر پېښې دوه ورځې وروسته د فارس خبري اژانس لخوا راووته او د ایران د ملي امنیت عالي شورا د منشي 'علي شمخاني' په ګډون نورو چارواکو تایید کړه.

اوس د ایران د سپاه پاسداران مرستیال قومندان جنرال علي فدوي ادعا کړې چې پر ښاغلي فخريزاده د برید لپاره پر یوه نیسان موټر لګول شوې وسله "د سپوږمکۍ له لارې په انلاین ډول کنټرولېده او د پېښې ځای کې هېڅ بریدګر نه و".

د ښاغلي فدوي په وینا محسن فخريزاده سره د برید پر مهال د ساتونکو ۱۱ کسیزه ډله موجوده وه خو "د وسلې پرمختللې کمره د فخریزاده پر څېره زوم وه او له مصنوعي ځيرکتیا یې ګټه اخیستې ده."

د ایران د پوځ دغه جګپوړي چارواکي ویلي پر نیسان موټر له لګول شوې وسلې ټولې ۱۳ ډزې شوې او پر فخريزاده سربېره یوازنی بل کس چې دغه برید کې ۴ ډزې لګېدلی - د هغه د ساتونکو مشر دی چې ځان یې نوموړي ته ډال کړی و.

د ښاغلي فدوي په وینا دا برید په دومره دقت شوی چې د فخريزاده ترڅنګ (۲۵سانتي مترۍ کې) د هغه ناسته مېرمن ان یو ډز هم نه ده لګېدلې.

فدوي زیاتوي له ۱۳ ډزو ۴ یا ۵ پر ښاغلي فخريزاده لګېدلې او نوموړی پر ملا د یوه ډز د لګېدو له کبله چې د نخاع د پرې کېدو او ډېرې وینې بهیدو لامل شوې وه - روغتون ته تر رسیدو وړاندې مړ شوی دی.

د محسن فخریزاده زوی مهدي فخريزاده د شنبې پر ورځ ویلي و چې پلار یې "د ۴ یا ۵ متر په اندازه له خورا لنډ واټن ۴ یا ۵ ډزې لګیدلی" او وژل شوی دی.

محسن فخريزاده د ایران دفاع وزارت کې د څېړنو او نوښتونو د سازمان رییس او د دغه هېواد د "اټومي دفاع" پروګرام تر شا اصلي څېره ګڼل کېده.

فخريزاده

د عکس سرچینه، TASNIM

د عکس تشریح، محسن فخريزاده ته د ایران د اټومي پروګرام د پلار خطاب کېده

پر هغه د لیندۍ/قوس پر اوومه د تهران د ختیځ په ۸۰ کیلومترۍ کې پر آبسرد واټ برید وشو.

د ایران بېلابېلو حکومتي چارواکو په دغه برید کې د اسراییل د ښکیلتیا شک ښودلی دی.

د بریدګرو له حضور پرته د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د دغه برید د څرنګوالي کیسې- چې نه یې د امنیتي کمرو په وسیله اخیستل شوي تصویرونه شته او نه یې هم په شک څوک نیول شوي - ګڼې پوښتنې پېدا کړې دي.

د انصار المهدي په نوم فرقې چې د چارواکو د ساتنې دنده پر غاړه لري تر اوسه د دې پېښې د څرنګوالي په اړه توضیحات نه دي ورکړي.

د سپاه ویاند: د سپوږمکۍ په مټ وژنې زموږ امنیت نشي خرابولی

روحاني

د عکس سرچینه، IRNA

د عکس تشریح، د فخري زاده ترور د حسن روحاني د حکومت او سیاسي مخالفانو ترمنځ سیاسي ناندرۍ او د اټومي هوکړې پر سر لانجې ډیرې کړې دي

د ایران د سپاه پاسدران ویاند او د عامه اړیکو مسوول رمضان شریف هڅه کړې چې د محسن فخريزاده د ترور څرنګولای له امنیتي اړخه کم اهمیته وښيي.

هغه ویلي: "پر سړک د یوه ساینسپوه وژل - هغه هم سپوږمکۍ پورې په تړلې وسیلې سره، زموږ امنیت نشي زیانمنولی".

ښاغلي شریف هم ادعا کړې چې ګواکې دغه برید "د پرمختللې ټکنالوجۍ په وسیله چې له سپوږمکۍ کنټرولېږي" شوی دی.

د سپاه پاسداران ویاند دا راز یو ځل بیا ګواښ کړی چې د اسراییل دغه ګام به "بې ځوابه پاتې نه شي - او ګواکې هغوي په وروستیو کلونو کې پر دې موضوع پوهېدلي دي".

له دغو ټولو پرمختګونو ورهاخوا د "سخت غچ" د څرنګوالي ګواښ چې ایران د امریکا لخوا د قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته هم مطرح کړی و - دا ځل ایران کې پر سیاسي ناندریو اوښتی او د ایران د حکومت او سیاسي مخالفانو ترمنځ یې درز رامنځته کړی دی.