بایډن: امریکا کې به د کورونا واکسین اجباري نه وي

جو بایډن

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، جو بایډن له سي اېن اېن تلوېزیون سره په یوه تلوېزیوني مرکه کې ویلي وو، سپینې ماڼۍ ته په تلو سره به د امریکا له خلکو وغواړي چې د ۱۰۰ ورځو لپاره ماسکونه واغوندي.

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن وايي، په هېواد کې به د کورونا ویروس واکسین اجباري نه وي. په ورته وخت کې د امریکا د ناروغیو د کنټرول مرکز له خلکو غوښتي چې له کورونو بهر ماسکونه واچوي. وړاندې په سرپټو ځایونو کې تر خپله وسه د ماسک اچولو سپارښتنه شوې وه.

سي ډي سي خبرداری ورکړی چې امریکا "په لوړه کچه د کورونا ویروس د لېږد" پړاو ته ننوتې ده.

د جمعې پر ورځ امریکا کې په ۲۴ ساعتونو کې په کوویډ ۱۹ ناروغۍ د ۲۵۰۰ کسانو د مړینې او د ۲۲۵ زره نویو پېښو تازه ریکارډ ثبت شو.

دغه هېواد کې تر اوسه په کورونا وېروس د اخته تشخیص شویو کسانو شمېر پر ۱۴ میلیون ۳۰۰ زره او په کوویډ ۱۹ ناروغۍ د مړو شویو شمېر پر ۲۷۸ زرو اوښتی دی.

جو بایډن، چې د جنورۍ پر ۲۰مه به رسماً د ولسمشرۍ لوړه وکړي، ویلي،‌ د کورونا خپرېدو ته په پام سره، ښايي د روغتیايي پروټوکول پر بنسټ د لوړې مراسم ډېر محدود وي.

د ویډیو تشریح، بریتانیا د کورونا ضد واکسین تایید کړ

"زما ګومان دا دی چې مراسم به ولرو، خو نه پوهېږو څه ډول به ترسره شي چې هرڅه پکې په پام کې ونیسو."

د بایډن د کورونا ضد مبارزې تګلاره څه ده؟‌

جو بایډن له سي اېن اېن تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي وو، سپینې ماڼۍ ته په تلو سره به د امریکا له خلکو وغواړي چې د ۱۰۰ ورځو لپاره ماسکونه واغوندي.

نوموړي چې د جمعې پر ورځ یې ولمینګټن ښار کې له خپل دفتره خبرې کولې ټینګار وکړ چې د کورونا ویروس د واکسین اجباري کولو اړتیا نه شته:

"زه به د ولسمشر په توګه په خپل ټول توان هڅه وکړم چې خلک د واکسین ترلاسه کولو ته وهڅوم."

د پیو څېړنیز بنسټ د نظرپوښتنې د پایلو پربنسټ، د امریکا ۶۰ سلنه خلک د کورونا وېروس واکسین ته چمتو دي. دا شمېر د تېرې سپتمبر میاشتې پرتله چې ۵۱ سلنه و، ډېر شوی دی.

.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د امریکا ډېری برخو کې د کورونا وېروس پېښې ډېرې شوې، چې ښايي راتلونکو ورځو کې بیا قرنطین اجباري شي

په ورته وخت کې د امریکا دریو ولسمشرانو، بارک اوباما، جورج ډبلیو بوش او بېل کلینټن هم ویلي وو چې د کورونا واکسین د دودولو لپاره به ګډې هڅې وکړي.

په امریکا کې به لږترلږه دوه تولید شوي واکسین د دغه هېواد د خوړو او درملو سازمان "سي ډي سي" اجازه ترلاسه کړي او اټکل دی چې د ډېسمبر تر پایه به په امریکا کې کابو ۲۰ میلیون وګړي دغه واکسین وکړي.

دوه ورځې وړاندې بریتانیا د نړۍ لومړنی هېواد شو چې د فایزر شرکت واکسین ته یې رسمآ اجازه ورکړه.