جورجیا کې په رسمي ډول جو بایډن بریالی اعلان شو

جوبایډن

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ټاکل شوې د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن په جنوری میاشت کې واک په لاس کې واخلي.

د جورجیا ایالت د بهرنیو چارو ایالتي وزیر چې جمهوريپال دی وایي، د امریکا منتخب ولسمشر جو بایدڼ په دغه ایالت کې د ډېرو رایو په تر لاسه کولو سره بریالی شوی.

دغه خبره داسې مهال کیږي چې د ولسمشر ټرمپ له لورې په دریو ایالتونو کې د ټاکنو د پایلو د لانجو هواري په موخه حقوقي هڅې له ماتې سره مخ شوي.

د جورجیاد بهرنیو چارو ایالتي وزیر برد رفنسپرګر د جمعې په ورځ وویل، د خپل ګوند له ماتې خبر دی خو دورغ نه وایي.

ټاکل شوې د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن په راتلونکې جنورۍ میاشت کې د امریکا د شپږ څلوېښتم ولسشمر په توګه لوړه وکړي.

جو بایډن د خپل جمهوريپال سیال پر تله د عمومي رایو له ۵،۹ میلیونو ډېرې رایې تر لاسه کړې دي.

ډونلډ ټرمپ تر اوسه په ټاکنو کې خپله ماته نه ده منلې او د اسنادو او شواهدو له وړاندې کولو پرته ادعا کوي چې په ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده.

په جورجیا کې د ولسمشر ټرمپ ماتې داسې مهال اعلانیږي چې په کانګرس کې د میشیګن ایالت استازي پرون د جمعې په ورځ د ښاغلي ټرمپ له خوا سپينې ماڼۍ ته غوښتل شوي وو. دا استازي د میشیګن ایالت له خوا د ټاکنو د پایلو د تایید له وروستۍ نیټې وړاندې غوښتل شوي وو.

خو د سپینې ماڼۍ ویاندې کیلي مکناني ویلي یاده ناسته د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ټاکنیزو موخو لپاره نه وه تر سره شوې.

له همدې سره همهاله ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ د خبریالانو په وړاندې حاضر شو او درملو د قیمت کېښودلو په اړه یې خبرې وکړې او یو ځل بیا یې د خپلې بریا خبره هم وکړه.

جورجیا کې څه پېښ شول

د امریکا ولسمشر

د عکس سرچینه، Mary Evans Picture Library

د عکس تشریح، ولسمشر ټرمپ لا هم خپله ماته نه ده منلې.

د جورجیا د بهرنیو چارو ایالتي وزیر د جمعې په ورځ وویل د ټاکنو د رایو بیا شمېرنې پایلې یې د دغه ایالت په داخلي ویبپاڼه کې خپرې شوي.

د پنجشنبه په ورځ ښاغلي رفنسپرګر ویلي و، چې ددغه ایالت د رایو بیا شمېرنې د جوبایډن د بریا په پایلو کې کوم بدلون نه دی راوستی. هغه د یوې اعلامیه په خپرولو سره اعلان وکړ چې د رایو لومړنۍ بیا شمېرنه په دغه ایالت کې تایید شوې ده.

ښاغلی رفسنپرګر چې د ډونلډ ټرمپ له ملاتړو بلل کیږي ویلي، دا چې نوماند یې نه دی بریالی شوید نو ډېرو نورو په څېر دوی هم ټکان خوړلی دی.

خو هغه ټینګار وکړ چې دی باوري دی چې دا شمېرې دروغ نه وایي او د بهرنیو چارو د ایالتي وزیر په توګه دا ویلی شم چې اعلان شوي ارقام سم دي.