د سعودي دفاع وزارت کې لسګونه چارواکي په مالي فساد تورن شوي

سعودي چارواکو ویلي، د دفاع وزارت کې یې د فساد په تړاو هغه جنايي څېړنه پیل کړې ده چې ارزښت یې ۳۲۵ میلیون ډالرو ته رسېږي.

په سعودي کې د فساد ضد پلاوي ویلي، په دې څېړنه کې لسګونه چارواکي او سوداګر شامل دي او ۱۵۹ د فساد قضیې باید وڅېړلې شي.

د مالیې،‌ روغتیا او پوهنې وزارتونو له کارمنانو به هم پوښتنې ګروېږنې کېږي.

د سعودي خبري اژانس ویلي، "د دفاع وزارت د ځینو افسرانو او ملکي کارمنو د ښکېلتیا په اړه رپوټونه ثابت شوي چې له نورو سره یې مشکوکې مالي معاملې کړې دي، د بډو په جرم کې شریک شوي، له خپلې دندې ناوړه ګټه یې اخیستې او جعلکاري یې کړې ده.‌"

یاده سرچینه وايي، دغو کسانو "په عامو پیسو لګولو کې یې اسراف کړی، تورې پیسې یې سپینې کړې چې اندازه یې یو میلیارد او ۲۲۹ میلیون او ۴۰۰ زرو ریالو ته رسېږي."

تر اوسه له ۴۸ کسانو پوښتنې ګروېږنې شوې چې ۴۴ یې رسماً‌ تورن شوي او لوټل شوې پیسې د دوولت خزانې ته راستنېدونکې دي.

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان، چې د هېواد اوسنی واکمن ګڼل کېږي، له فساد سره مبارزه خپل مهم لومړیتوب ګڼلی دی.

د نوموړي په امر په ۲۰۱۷ کال سلګونه شهزادګان، وزیران او سوداګر ونیول شول او په ریټز کارلټون هوټل کې بندیان شول او د خوشي کېدو مقابل کې یې د میلیونونو ډالرو ورکولو غوښتنه وشوه.