تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي عربستان کې د ۱۰۰ میلیارده ډالرو فساد، لسګونه کسان نیول شوي
د سعودي عربستان لوی څارنوال وايي، تېرو څو لسیزو کې دغه هېواد کې لږ تر لږه ۱۰۰ میلیادره ډالره په ټګۍ برګۍ او یا فساد کې استعمال شوي دي.
شیخ سعود المجیب ویلي، د فساد ضد یوه پراخ کمپاین پایله کې چې د شنبې پر شپه پیل شوی، له ۱۹۹ کسانو پوښتنې ګروېږنې کېږي. شیخ المجیب د دغو کسانو نومونه نه دي اخیستي، خو ویل کېږي چې معتبر شهزادګان، وزیران او مهم سوداګر په کې شامل دي.
د شیخ المجیب په خبره د دغو ناسمو کړنو په تړاو 'خورا مهم ثبوتونه شته. ' نوموړي دغه راز ویلي، چې د مملکت عادي راکړه ورکړه دغو تحولاتو سره نه ده اغېزمنه شوې، بلکې یوازې شخصي بانکي حسابونه کنګل شوي دي.
د شیخ المجیب په خبره هغه عالي کمېټه چې د دغو قضیو څېړنې لپاره د شاهي حکم پر بنسټ او د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په مشري جوړه شوې، په ډېره چټکۍ کار کوي.
نوموړي ویلي تر اوسه ۲۰۸ کسان د پوښتنو ګروېږنو لپاره غوښتل شوي دي او له دوی نه اووه کسان له کوم تور لګېدو پرته بېرته کورونو ته ستانه شوي دي. لوی څارنوال ویلي:
''د درغلو کړنو کچه چې معلومه شوې ده، خورا لویه ده. ''
نوموړي زیاته کړه:
''زموږ د هغو ارزونو له مخې چې تېرو درېیو کلونو کې شوې، اټکل کېږي چې لږ تر لږه ۱۰۰ بیلیونه ډالره د تېرو څو لسیزو مودې کې په سیستماتیک ډول د فساد او اختلاس له لارې په ناسم ډول استعمال شوي دي. ''
شیخ المجیب ویلي کمېټۍ له قانوني پلوه د څېړنې راتلونکي پړاو ته د رسېدو بشپړ واک لري او په وینا یې د پنجشنبې پر ورځ د 'مطلوبو کسانو ' بانکي حسابونه لغو شوي دي:
''د ښکېلو کسانو د پېژندګلوۍ او د دوی خلاف د تورونو په تړاو په نړیواله کچه د ګومان او اټکلونو ډېرې خبرې کېږي، خو موږ دا مهال د دې لپاره د دوی په اړه ډېر معلومات نه برالا کوو، چې دوی وکولای شي له سعودي قانون سره سم ټول قانوني حقونه ولري او زموږ د قانوني چارو بهیر کې به د دوی شخصي حریم خوندي وي. ''
هغو کسانو کې چې توقیف کې ساتل کېږي میلیاردر شهزاده ولید ابن طلال هم شامل دی او شهزاده متعب بن عبدالله هم په کې شته چې د ملي ساتونکو ځواک له مشرتابه لرې شوی دی.