تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي د احاديثو د چاڼ شورا جوړوي
سعودي عربستان کې د احادیثو چاڼ جوړېدونکې دغې شورا کې به د نړۍ له گوټ گوټه دیني عالمان ګډون ولري.
د نبوي احادیثو دا نوې بنسټ د سعودي د پاچا سلمان بن عبد العزیز د یوه فرمان له لارې رامنځته کیږي چې مرکز به یې په مدینه منوره کې وي.
د فرمان په دویمه ماده کې راغلي دغه بنسټ علمي شورا لري چې په نړۍ کې د علم حدیث مخکښ کسان به یې غړیتوب ولري چې غړي او مشر به یې د پاچا په امر ټاکل کیږي.
سمدستي د پاچا په امر د سعودي عربستان د علماوو شورا غړی محمد بن حسن آل الشیخ د یاد شوي بنسټ د علمي شورا مشر ټاکل شوی.
د سعودي عربستان د کلتور وزیر عواد بن صالح العواد په علمي اصولو د نبوي احادیثو د خوندي ساتلو په لاره کې ددغه بنسټ رامنځته کول لوی او بې ساری ګام بللی.
ښاغلي عواد زیاته کړې نبوي احادیث چې د اسلامي شریعت دویمه سرچینه ګڼل کیږي د دغه مرکز په رامنځته کولو سره به یې د تصنیف او څېړنې په برخه کې ګټور ثابت شي.
دا هغه څه دي چې د ښاغلي عواد په وینا د نبوي احادیثو علماوو یې تل غوښتنه کړې ده.
سعودي چارواکو هيله ښودلې چې دغه بنسټ به وکولی شي په نبوي احادیثو کې چاڼ وکړي او هغه متون به له مخې لرې کړي چې اسلام پورې تړل شوي او تاوتریخوالي او جرمونو ته یې لاره هواره کړې ده.
د مسجد حرام د چارو مرستیال مشر هیله ښودلې ده چې دغه بنسټ به وکولی شي خلک د ناپوهۍ او سخت دریځۍ له تیارو را وباسي.
دا لومړی ځل دی چې په سعودي عربستان کې دا ډول یو بنسټ رامنځته کیږي.
داسې انګېرل کېږي چې دغه بنسټ به په اسلامي نړۍ کې د سعودي عربستان نفوذ ته په کتو د هغه څه مخه ونیسي چې له اسلامه ناسم تعبیر بلل کیږي.
د دغه بنسټ رامنځته کول په سعودي عربستان کې په سیاسي، ایډیالیوژیکي او ټولنیزه برخو کې د وروستیو بدلونونو په لړ کې ترسره کیږي چې له مخې یې د سعودي عربستان مشرتابه غواړي خپل هېواد له سیالانو سره سیال کړي.