تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي عربستان کې ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړل شوه
د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس رپوټ کې ویل شوي، د دغه هېواد پاچا سلمان بن عبدالعزیز ښځو ته د موټروانۍ لایسنس ورکولو امر کړی دی.
سعودي عربستان له دې مخکې د نړۍ یوازينی هېواد و، چې ښځو ته پکې د موټر چلولو رسمي اجازه نه ورکول کېده.
د ایس پي اې رپوټ کې ویل شوي، چې د وزیرانو په کچه به یو پلاوی ټاکل کېږي، چې دې لړ کې به مشورې ورکوي او د ۲۰۱۸ کال په جون کې به دغه حکم عملي کېږي:
''د شاهي حکم له مخې به ښځو او نارینه وو ته په یو ډول د لایسنس ورکولو په ګډون ترافیکي قوانین ترتیب او تنظیم شي. ''
د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزارت د دغه اقدام هرکلی کړی دی او دا یې 'پر سم لوري ستر ګام ' بللی دی.
د سعودي پاچا په فرمان کې ویل شوي دي، چې دغه حکم به 'له شرعي قوانینو سره سم ' عمل کېږي.
د ایس پي اې رپوټ کې ویل شوي، چې د علماوو شورا ډېرو لوړپوړو غړو دغه طرح تایید کړې ده.
یو شمېر مدني فعالانو له ډېرو کلونو راهیسې کمپاین کاوه، چې باید دغه هېواد کې ښځې د موټر چلولو اجازه ولري.
یو شمېر سعودۍ ښځې له دې مخکې د موټر چلولو له کبله یا جریمه شوې او یا هم زندان ته لېږل شوې دي.