سعودي شهزاده خالد بن طلال له بنده خوشې شو

رپوټونه وايي، سعودي عربستان د میلیاردر ولید بن طلال ورور خالد بن طلال تر کابو یوه کلن بند وروسته خوشی کړ. ویل کېږي د خبریال جمال خاشقجي د وژلو له کبله پر سعودي تر فشار وروسته خالد خوشی شوی دی.

شهزاده خالد د سعودي د پاچا سلمان بن عبدالعزیز لمسی دی.

د شهزاده خالد بن طلال د خوشي کېدو خبر د هغه د کورنۍ درېیو غړو پر ټویټر خپور کړی، د هغه انځورونه یې خپاره کړي چې تر خوشي کېدا وروسته د کورنۍ غړي ماچي کوي او خپل زوی په غېږ کې نیسي.

د خالد ورېرې شهزادګۍ ریم پر ټویټر لیکلي: "الحمد لله چې ته روغ یې"، او د کورنۍ له غړو سره یې د شهزاده خالد انځورونه خپاره کړي دي.

د سعودي حکومت تر اوسه په ښکاره د هغه د نیول کېدو او یا چې څه ډول خوشی شوی، په اړه څرګندونه نه ده کړې.

۲۰۰ شهزادګان

"وال سټریټ جورنال" ویلي، شهزاده خالد کابو ۱۱ میاشتې د سرکوبولو په هغو عملیاتو کې ونیول شو، چې په تېره نومبر میاشت کې د سعودي پر واکمنې کورۍ ګڼ ګوته نیوونکي پکې ونیول شول.

په نیول شویو کې ۲۰۰ شهزادګان، چارواکي او سوداګر هم وو چې د ریاض ریټز کارلټن هوټل کې ساتل کېدل.

د سعودي حکومت وايي، دا نیونې د فساد ضد کمپاین په لړ کې شوې، خو مخالفین یې بیا واييو چې دا د شهزاده محمد بن سلمان له خوا د خپل واک ډېرولو په پار هڅې دي، چې خپل سیالان وځپي.

شهزاده ولید بن طلال هم د نیولو شویو په نوملړ کې و، چې د تېرې جنورۍ لومړیو کې له حکومت سره د نا اعلان شوې مالي هوکړې تر لاسلیکولو وروسته خوشی شو.

له شهزاده ولید بن طلال سره د شوې معاملې په څېر، سعودي چارواکو له نورو ګڼو نیول شویو کسانو سره هم د هغوی د خلاصون په اړه مالي معامله کړې ده.

شهزاده خالد بن طلال داسې مهال خوشی شوی، چې پر سعودي عربستان د ترکیې استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ د ننه د خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو په اړه د نړیوالو له خوا فشارونه او غوسه ډېره شوې ده.

څارونکي واييو د خاشقجي قضیې ته د سپتمبر ۱۱ له پېښې وروسته تر ټولو ناوړه دیپلوماتیکه شخړه ګڼل کېږي چې دا مهال سعودي عربستان ورسره مخامخ دی.

د تېرې جمعې په ورځ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، د خاشقجي د وژلو امر د سعودي حکومت د "مشرتابه" له خوا شوی، خو د شهزاده نوم یې نه دی اخیستی.