تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي د واکمنې کورنۍ شهزاده فیصل ولې بیا نیولی؟
د بشر حقونو د څار ډله وايي، سعودي چارواو د واکمنې کورنی یو وتلی غړی فیصل بن عبد الله د تېرې مارچ میاشتې پر ۲۷ مه نیولی دی.
دغه ډله وايي، له واکمنې کورنۍ سره په اړیکه کې یوې باخبره سرچینې ورته ویلي، امنیتي ځواکونو شهزاده فیصل بن عبد الله د کورونا وېروس له کبله په قرنطین شوي ځای کې، چې پلازمېنې ریاض ته څېرمه دی، نیولی دی.
شهزاده فیصل د سعودي د پخواني او مړه شو پاچا عبد الله زوی دی، چې د فساد پرضد مبارزه کې هم د واکمنې کورنۍ د غړو لېست کې راغلی و او د ۲۰۱۷ کال وروستیو کې خوشی شوی و.
بل خوا، سعودي چارواکو د دغې نیونې په اړه غبرګون نه دی ښودلی. د روان کال لومړیو کې د دوو نورو شهزادګانو د نیولو خبر هم خپور شوی و.
د تېرې مارچ میاشتې په لومړیو کې سعودي چارواکو د اوسني پاچا سلمان ورور شهزاده احمد بن عبد العزیز او پخوانی ولیعهد محمد بن نایف هم نیولي وو.
رویټرز وايي، له محمد په ۲۰۱۷ کال د ولیعهدۍ لقب واخیستل شو او جبري کورناستی شو.
ځینې سرچینې وايي، نوموړی ځکه ګوښه کړل شو، چې پر ځای یې محمد بن سلمان ولیعهد وټاکل شي، چې همداسې وهم شول او د خپل پلار سلمان له مړینې وروسته د سعودي پاچا شي.
تر اوسه په ډاګه نه ده چې د شهزاده فیصل نیونه د شهزاده نایف بن احمد بن عبد العزیز او شهزاده نواف بن نایف له نیولو سره تړاو لري او که نه.
سعودي چارواکو ګڼ مخالفان نیولي چې دعوتګر، مفکرین او حقوقي فعالان پکې دي.
سعودي په ۲۰۱۷ کال د فساد پرضد مبارزې په پلمه د واکمنې کورنۍ لسګونه غړي، وزیران او سوداګر نیولي وو.
څارونکي پر دې اند دي چې دا ډول نیونې په دې موخه کېږي چې د محمد بن سلمان واک لا ډېر شي.
د بشر حقونو د څار ډله وايي، تر اوسه د نیول شوي شهزاده فیصل د بند ځای او روغتیايي وضعیت مالوم نه دی.