کورونا: د اکسفورډ واکسین په زړو خلکو کې "هیله بښونکی" اغېز وښود

الیسا کرناتو له هغو رضاکارانو وه، چې د اکسفورډ واکسین ازمویلو ته یې ملا وتړله
د عکس تشریح، الیسا کرناتو له هغو رضاکارانو وه، چې د اکسفورډ واکسین ازمویلو ته یې ملا وتړله

د اکسفورډ پوهنتون لخوا د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره جوړ شوي واکسین د ۶۰ او ۷۰ کلونو په منګ زړو کسانو کې پیاوړی دفاعي (حفاظتي) غبرګون ښودلی دی.

د کورونا د دغه نوي واکسین جوړوونکې ډله وايي، لومړنیو ازمېښتونو یې د زړو خلکو چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له اړخه تر ځوانانو له ډېر خطر سره مخامخ دي - د خوندیتوب هیلې ډېرې کړې دي.

دغه واکسین لومړي ګام کې پر ۵۶۰ روغو داوطلبو کسانو ازمویل شوي دي.

اکسفورډ واکسین باید له درېو نورو مهمو ازمېښتي پړاوونو هم تېر شي چې په راتلونکو اوونیو کې ترسره کیږي.

اکسفورډ پوهنتون له اسټرا زېنکا درمل جوړونکي شرکت سره په ګډه پر دغه واکسین کار کوي او وايي مخ پر ودې هېوادونو ته به د دغه واکسین سلګونه میلیونه دوزه ورکړي.

تمه ده چې د دغه نوي واکسین نړیوال تولید به د بایونټک/فایزر او موډرنا شرکتونو لخوا د جوړو شويو واکسینونو پرتله اسان وي.

پر بایونټک/فایزر او موډرنا سربیره روسیې هم د کورونا ویروس د مخنيوي لپاره د سپوټنیک په نوم د واکسین جوړولو خبر ورکړی دی.

د رپوټونو له مخې بریتانیا وار له مخه اسټرا زېنکا شرکت ته د اکسفورډ واکسین د ۱۰۰ میلیونه دوزه، فایزر/بایونټک ته د ۴۰ میلیونه دوزه او موډرنا ته د ۵ میلیونه دوزه سپارښتنه ورکړې ده.

اکسفورډ پوهنتون داسې مهال د کورونا د واکسین په جوړولو کې د دغه پرمختګ خبر ورکړی چې د نړۍ بېلابېل هېوادونه د دغه وېروس له دویمې او درېمې څپې سره مخامخ دي.

امریکا کې کورونا: د مړو شمېر تر ۲۵۰ زرو واوښت

A patient taken into a hospital in Brooklyn

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د کورونا د مخنیوي لارې چارې د امریکا د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین لپاره هم یوه مهمه او جدي موضوع وه.

تازه جان هاپکنز پوهنتون ویلي چې د امریکا متحدو ایالتونو کې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ د مړو شویو کسان شمېر پر ۲۵۰ زره اوښتی دی.

دغه هېواد له تېرو څو ورځو راهیسې هر ورځ د کورونا ویروس له اړخه تر زرو ډېرې مړینې ثبتوي.

امریکا کې تر دې دمه په کورونا د اخته تشخیص شویو کسانو شمېر هم د نړۍ تر بل هر هېواد لوړ دی او نږدې یوولس نیم میلیونه ته رسیږي.

د کورونا د مخنیوي لارې چارې د امریکا د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین لپاره هم یوه مهمه او جدي موضوع وه.

اوسني ولسمشر ډونلډ ترمپ ویلي و که ټاکنې وګټي نو د کورونا د پراختیا د مخنیوي لپاره به ګرځبندیز اعلان نه کړي خو د هغه ډیموکراټ سیال جو بایډن بیا د محدودیتونو د لګیدو پلان لري.

افغانستان

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تر پنجشنبې ورځې پورې په افغانستان کې په کورونا وېروس د ټول ټال اخته کسانو شمېر ۴۴۱۷۷ ته رسېدلی چې تر اوسه ۱۶۵۰ کسان ترې مړه شوي او ۳۵۳۳۹ بېرته رغېدلي دي.

یاد وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ګړیو کې افغانستان کې د ۲۵۳ کسانو د کورونا ازموینې مثبتې ختلې او ۵ کسان ترې مړه شوي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت سرپرست وزیر احمد جواد عثماني

د عکس سرچینه، احمد جواد عثماني

د عکس تشریح، د افغانستان روغتیا وزارت سرپرست وزیر احمد جواد عثماني وايي، د کورونا دویمه څپه کې سل په سلو د کرنتین عملي کېدو پلان نه شته.

دغه وزارت وايي، تر اوسه یې ۱۳۴۳۱۴ د کورونا ازموینې ترسره کړې دي.

تېره چارشنبه، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي وو، افغانستان کې د کورونا وېروس دویمه څپه رسماً پیل شوې ده او له بهره افغانستان ته د ټولو راتلونکو مسافرو د کورونا ازموینه به اجباري وي.

په تېرو ۲۴ ګړیو کې افغانستان کې په کورونا د اخته کسانو ورځنی شمېر تر ټولو لوړې کچې ۲۴۳ کسانو ته رسېدلی دی، چې ۷ ترې مړه شوي او ۱۳۵ بېرته رغېدلي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په وروستیو ورځو کې دولتي روغتونو ته د کورونا وېروس په تړاو د مراجعه کوونکو شمېر د پخوا پرتله لس سلنه زیات شوی.