جو بایډن: د ټرمپ واک نه پرېښودل د خلکو د ژوند په بیه تمامېدلی شي

جوبایډن خپل کور کې غونډې ته وینا کوي

د عکس سرچینه، JOE RAEDLE

د عکس تشریح، جوبایډن خبرداری ورکړی چې د کورونا وېروس د مخنیوي اړونده مسلو کې له ګډونه د دوی بې برخې کېدل ښايي د انسانانو د ژوند په بیه تمام شي

د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن خبر داری ورکړی که ډونلډ ترمپ د ده راتلونکې ادارې په وړاندې خنډونو ته دوام ورکړي نو شونې ده چې دا خنډ د " لا ډېرو کسانو د مړینې" لامل شي.

ښاغلي بایډن ویلي همغږۍ ته اړتیا ده چې د کورونا وېروس د لا ډېرو پراخېدو مخه ونیول شي.

هغه د ولسمشر ټرمپ له خوا په ټاکنو کې د ماتې نه منل "بشپړ نامسؤولانه چلن" وبایله.

د ټرمپ د ټاکنیزې ډلې د روانې نومبر میاشتې پر دریمه نیټه ټاکنو کې د کارول شویو رایو د شمېرنې پر وړاندې یو لړ قانوني اعتراضونه کړي دي.

د ولسمشر ټرمپ ټاکنیزه ډله غواړي چې محکمې قانع کړي چې په څو مهمو ایالتونو کې اچول شوې رایې باطلې کړي، ځکه دوی اعتراض لري چې ګڼ شمېر رایې ناچله وې او یا په ناسمه توګه شمېرل شوي دي.

تر اوسه د هغه دا هڅې له ناکامۍ سره مخ شوي او د پام وړ ممکنه درغلۍ په اړه یې کوم شواهد نه دي وړاندې کړي.

د دیموکرات ګوند اړوند منتخب ولسمشر جوبایډن د الکټرال کالج ۳۰۶ رایې تر لاسه کړي دي، خو د بریا لپاره یوازې ۲۷۰ رایو ته اړتیا ده.

خو د جمهوریت پال ګوند اړوند ډونلډ ټرمپ په وروستي ټویټ کې ویلي چې "ما ټاکنې ګټلي دي".

د امریکا ټاکنیز جنجال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په څلورو ایالتونو کې ټرمپ ډله له خپلو اعتراضونو تېره شوې خو نوموړی لا هم د بایډن بریا نه مني

بل لورته د واک د لیږد حکومتي اداره چې مشر یې د ولسمشر ټرمپ له خوا ټاکل شوی تر اوسه د ښاغلي بایډن او د هغې د مرستیالې کمالا هارېس بریا نه ده منلې.

د دې انکار له امله منتخب ولسمشر او د هغه ډلې ته هغه حساس حکومتي مالومات نه دي ورکړل شوي چې معمولا نوې او راتلونکې ادارې مشرانو ته ورکول کیږي.

د منتخب ولسمشر همکارانو ویلي د واک د لیږد بهیر کې له ګډونه د ولسمشر ټرمپ د انکار له امله د ښاغلي بایډن ډلې ته د کوویډ-۱۹ واکسین د ویش د ستراتیژۍ په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي.

ښاغلي بایډن پرون دوشنبې په خپل کور کې یوې غونډه کې د واک لېږد پر وړاندې خنډونو ته په اشارې سره وویل: "آیا څوک پر دې پوهیږي؟ دا د خلکو د ژوند ژغورلو مسله ده، دا حقیقت دی او مبالغه نه ده".

هغه وویل: "که موږ همغږي ونه لرو نو ښايي لا ډېر کسان مړه شي".

بایډن د امریکا په کچه د واکسین ویش یو ډېر لوی مسؤولیت وباله او زیاته یې کړه چې که د ده ډله د راتلونکې جنورۍ میاشتې تر شلمې انتظار وکړي چې د ده د لوړي مراسم په کې ترسره کیږي، نو د دوی هڅې به له دوه میاشتو زیاته موده شاته شي.

آیا پر ټرمپ فشار زیاتیږي؟

امریکا ټاکنې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ وايی ټاکنې ده ګټلي دي

په ټاکنو کې د ټرمپ له خوا د جوبایډن د بریا منلو په انکار سره پر ولسمشر ټرمپ د جمهوریت پال او دیموکرات ګوندونو له خوا فشارونه زیات شوي دي.

دې لړ کې پرون د دوشنبې پر ورځ جمهوریت پال په څلورو ایالتونو میشیګان، جورجیا، پنسلوینیا او وېسکانسن کې له خپلو عریضو تېر شول، دا هغه ایالتونو دي چې بایډن په کې بریالی بلل شوی.

د دې اعتراضونو د بېرته اخستلو په اړه چې د یوه ساعت په موده کې بېرته واخېستل شول کوم دلیل نه دی ویل شوي.

له ټاکنو وروسته د ښاغلي ټرمپ ټاکنیزې ډلې د رایو شمېرلو په اړه قانوني اعتراضونه وکړل خو کارپوهانو د هغه د ډلې اکثره اعتراضون له حقوقي پلوه بې اساسه بللي دي.