ماشوم ته څپېړه ورکول سکاټلنډ کې هم غیرقانوني شو

angry baby
د عکس تشریح، د قانون پلویانو پر عمومي سړک د ملاتړ لوحې ګرځولې.

په سکاټلنډ کې هغه بندیز اوس په قانون بدل شو چې له مخې یې اجازه نه وه ماشومان په چکه ووهل شي یعنې (برسېرنه څپېړه ) ورکړل شي. له دې سره سکاټلنډ په برتانیا کې لومړنی ځای دی چې تر ۱۶ کلنۍ کم عمره ماشوم ته فزیکي سزا ورکولو باندې بندیز لګوي.

تر دې وړاندې میندو پلرونو او پالونکو اجازه درلوده په هغه صورت کې ماشوم ته چکه یا سپکه شانې څپېړه ورکړي چې د ښې تربیې په پار یې وغواړي اصلاح کړي. د نوي قانون په رڼا کې نور داسې نه شي کولی.

دا قانون ماشومانو ته هم د مشرانو په شان خوندیتوب ورکوي.

سویډن په نړۍ کې لومړنی هېواد و چې ماشوم ته څپېړه ورکول یې په ۱۹۷۹ کال کې بند کړل او اوس سکاټلند ۵۸م هېواد دی.

خو په اېنګلنډ کې د دې کار ترسره کولو لپاره کوم پلان نشته.

د ماشومانو ساتونکو ادارو د سکاټلنډ دا ګام ستایلی دی او وايي دا یو اړین ګام دی او هسې هم باید له ماشومانو سره د بد چلند مخه ونیول شي.

upset child

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د دې قانون مخالفین وايي چې له تاوتریخوالي سره مخامخو ماشومانو سره مرسته نه کوي.

د سکاټلنډ په پارلمان کې ځینو غړو ځکه نوی قانون غیرضروري باله چې اوسني قانون کې هم ماشومان د مشرانو د بد چلند پر وړاندې خوندي ګرځول شوي. دوی استدلال کوي چې دا بدلون به له زیان منونکو ماشومانو سره چې د فزیکي تاوتریخوالي قربانیان دي هغومره مرسته ونه کړي، خو د هغو ښو میندو پلرونو مخه به ونیسي چې په ښه نیت د خپل ماشوم د تربیې لپاره هغوی کوناټي ته وهي.

تر دې وړاندې چې به محکمو قضاوت کاوه چې آیا تر ۱۶ کلونو کښته ماشوم ته ورکړل شوې سزا توجیح کېدای شي که نه، نو دایې په پام کې نیول چې وهلو څومره دوام کړی او آیا څوڅو ځلې ماشوم وهل شوی که یو ځل، د ماشوم عمر په پام کې نیول کېده او دا چې وهلو ورباندې څه فزیکي او رواني اغېز کړی.

woman smacking girl

د عکس سرچینه، Getty Images

د دې ټولو له په پام کې نیولو سره اجازه وه چې میندې پلرونه خپلو اولادونو ته پر بدن سپکه شانې څپېړه ورکړي، خو سر ته وهل، په زوره جډکه ورکول، او د کومې وسیلې کارول غیرقانوني و.

په ښوونځیو او روزنیزو مرکزونو کې بیا هر ډول فزیکي سزا ورکول منع ول او چا ته اجازه نه وه چې پر ماشوم لاس پورته کړي.