د امريکا ټاکنې: د ټرمپ له قانوني ننګونې سره سره د رایو شمېر روان دی

د عکس سرچینه، Reuters / EPA
د امریکا څو برخلیک ټاکونکو ایالتونو کې، لا هم د نومبر درېیمې نېټې ولسمشریزو ټاکنو کې، د رایې شمېرل روان دي او تر اوسه د یوه کاندید بریا هم څرګنده نه ده.
اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ څو ایالتونو کې د رایو پایلې پر سر قانوني قضیې وړاندې کړې، خو ډيموکرات سیال یې، جو بایډن، ډاډه او هيلمن دی چې مهمو ایالتونو کې یې پوره رایې ګټلې دي چې ولسمشرۍ ته به یې ورسوي.
بل لور ته د امریکا په بېلا بېلو ښارونو کې مظاهرې کېږي. یو شمېر مظاهره کوونکي غواړي د رایو شمېرلو بهیر باید روان وساتل شي، ځو ځینې نور بیا غواړي چې دا پروسه دې ودرول شي.
وروستۍ پایلې په ارېزونا، جورجيا، نيواډا او پېنسلوېنیا کې په رایو پورې تړلې دي.
دواړو نوماندانو په کې سره نژدې رایې ګټلې دي نو ځکه خو ګرانه ده چې وویل شي د چا ووټونه او رایې په کې ډېرې دي. دا خبرداری هم ورکړل شوی چې د پایلو روښانول به یې ورځې وخت واخلي.
بايډن تراوسه (د برتانیا په وخت پنجشنبه مازدیګر) ۲۵۳ ټاکنیزو کالجونو کې مخکې او ټرمپ بيا په ۲۱۴ کې مخکښ دی خو لا تراوسه د سلګونه زرو رايو شمېرل پاتې دي.
د سږنيو ټاکنو پر رایې ورکولو کورونا وایرس ډېر اغېز کړی دی. اوس هم سلګونه زره ووټه او رایې چې د پوسټ له لارې وکړل شوې، لا نه دې شمېرل شوې.
د ډونلډ ټرمپ ټاکنيزې ډلې اوس داسې قانوني قضیه پیل کړې چې هڅه کوي په مېشېګن، پېنسلوېنیا، او جورجيا کې د پوسټ رایو شمېرل ودروي، وايي په مېشېګن کې دې رایې بیا له سره وشمېرل شي.
د پنسلوانیا والي ټام وولف وايي، د رایو شمېرلو د ځنډولو لپاره د ډونلډ ټرمپ د ټاکنډلې له غوښتې سره سره به دا بهیر روان وي.
د ولسمشر ټرمپ ټاکنډله ډیموکراټان د پنسلوانیا د ټاکنو په غلا کولو تورنوي. دا ادعا په داسې مهال ده چې د ګډوډۍ یا درغلی کوم رپوټ نشته.

د عکس سرچینه، Reuters
د پنسلوانیا والي دا هڅې "شرموونکې" بولي او وايي، د هر پنسلوانیايي د رایې د خوندیتوب سختې هڅې به وکړي:
"ټولې هڅې کول غواړم، چې باوري شم ټولې رایې شمېرل کېږي. "
که څه هم د یو شمېر مهمو رایې مرکزونو د رایو پایلې لا هم پاتې دي، د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې دیموکرات کاندید جو بایډن وايي، څرګنده ده، چې د امریکا ولسمشرۍ لپاره کافي رایې ترلاسه کوي.
د مشي ګن ایالت پایلو کې د نوموړي ډېری رایو ترلاسه کولو له جوتېدو سره همهاله نوموړي په یوه لنډه وینا کې وویل:
''کله چې د رایو شمېرلو بهیر بشپړ شي، موږ باوري یو چې موږ به ګټونکي یو. ''
د اریزونا، جیورجیا، وسکونسن، پنسولوانیا ایالتونو د رایو له پایلو سره به تر ډېره حده د سیالۍ پایله څرګنده شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
امريکايانو د نومبر پر درېيمه نېټه د ۲۰۲۰ کال ولسمشريزو ټاکنو لپاره خپلې رايې وکارولې. سږنيو ولسمشريزو ټاکنو کې د جمهوريپال ګوند لپاره اوسنی ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د ديموکرات ګوند لپاره جو بايډن سياليو ته ولاړ وو.
سپينې ماڼۍ ته د تلو لپاره د ۲۷۰ الکټورل کالج يا ټاکنيزو حوزو بريا په کار ده.
د کورونا وېروس د وبا خپرېدو له امله سږنيو ټاکنو کې يو شمېر امريکايانو د پوستې له لارې هم خپلې رايې وکارولې، چې ولسمشر ټرمپ پرې نيوکه هم وکړه او د پوستې له لارې پر رايو اچولو يې د "درغلۍ" تور پورې کړ او په دې اړه يې سترې محکمې ته د تلو خبره هم وکړه.
د امریکا په بېلابېلو ايالتونو کې د پوستې له لارې د اچول شويو رايو د پايلو د اعلانولو وخت هم يو له بل سره توپير لري.
ځينو ايالتونو لکه فلوريډا او ايريزونا د نومبر له درېيمې نېټې مخکې د پوستې له لارې د اچولو شويو رايو د شمېرلو پروسه پيل کړې وه، خو د دې برعکس وسکونسن او پينسلوينيا کې د رايو شمېر وروسته پيل شو له دې کبله دلته د رايو پايلې په ځنډ اعلانېږي.

په ډېرو حساسو او مهمو ایالتونو کې د پایلو اټکل نه کېږي او رایې دومره سره نژدې دي چې لا تراوسه یې وړاندوېنه نشي کېدی.
داسې ښکاري چې د ټاکنو وروستۍ پايلې به څو ورځې وخت واخلي.
ډونلډ ټرمپ وړاندې په خپله وينا کې د بريا اعلان کړی و او ويلي يې وو چې د پوستې له لارې رايو کې د ادعا شوې درغلې له امله به سترې محکمې ته ځي، خو په دې اړه يې کوم اسناد نه دي وړاندې کړي.

بايډن دغه تورونه رد کړي.
د نوموړي د ټاکنيز کمپاين مشر جين اوميلي ويلي چې د هغو رايو په اړه چې نه دي شمېرل شوې د ټرمپ خبرې "ناسمې او پاروونکې" دي
په امريکا کې په هرو څلورو کلونو کې يو ځل ولسمشريزې ټاکنې ترسره کېږي او هر هغه څوک چې عمر يې ۱۸ کاله او يا ډېر وي په ټاکنو کې رايه ورکولی شي.
که د امريکا ولسمشريزو ټاکنو کې رايه اچونه پرېکنده وي، نوی ټاکل شوی ولسمشر له ټاکنو وروسته، ورځې او اوونۍ د يوې کابينې د مفصلو پاليسيو په جوړولو تېروي.
په همدې مهال پخوانی ولسمشر له سپينې ماڼۍ د کوچېدلو تابيا کوي.

د عکس سرچینه، Reuters
د امريکا د اساسي قانون له مخې نوی ولسمشر له ټاکنو وروسته د راتلونکي ميلادي کال د جنورۍ په شلمه د لوړې مراسم پر ځای کوي.
دواړو نوماندانو د تېرې دوشنبې په ورځ (نومبر ۲مه) مهمو ایالتونو پنسیلوانیا، شمالي کارولینا، ویسکانسن، میشګن او اوهایو ته د کمپاین لپاره تللي وو.










