د امریکا ۲۰۲۰ ولسمشریزې ټاکنې: ټرمپ او بايډن بریا ته هیله من دي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د ټاکنو پایلې فوق العاده وې او ډیموکراټ سیال یې جوبایډن هم وايي، د بریالیتوب په لار روان دي. څو مهم ایالتونه د دې ټاکنو برخلیک ټاکلی شي، خو ښايي د دې ایالتونو د پایلو اعلان څو ورځې وخت ونیسي.

ژوندی پوښښ

هدایت الله همیم

  1. په دې نقشه کې تر دې مهاله د امريکا ولسمشرۍ ټاکنو د پايلو وروستی حال کتلی شئ

    د امريکا ولسمشرۍ ټاکنې
  2. امريکايانو د نومبر پر درېيمه نېټه د ۲۰۲۰ کال ولسمشريزو ټاکنو لپاره خپلې رايې وکارولې. سږنيو ولسمشريزو ټاکنو کې د جمهوريپال ګوند لپاره اوسنی ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د ديموکرات ګوند لپاره جو بايډن سياليو ته ولاړ وو. سپينې ماڼۍ ته تلو لپاره د ۲۷۰ الکټورل کالج يا ټاکنيزو حوزو بريا په کار ده. بايډن تراوسه ۲۲۷ ايالتونو کې مخکې او ټرمپ بيا په ۲۱۴ کې مخکښ دی خو لا تراوسه د سلګونه زرو رايو شمېرل پاتې دي.

    د ټاکنو وروستي پايلې کېدی شي وخت واخلي ځکه په ډېرو حساسو او مهمو ایالتونو کې د پایلو اټکل نه کیږي او رایې دومره سره نژدې دي چې لا تراوسه یې وړاندوېنه نشي کېدی.

    د امريکا ولسمشريزې ټاکنې

    د عکس سرچینه، Getty Images

  3. د امريکا ولسمشريزو ټاکنو د پايلو وروستی حال

    د امريکا ټاکنې
  4. د امريکا ولسمشريزې ټاکنې چې هر څوک ګټي د دغه هېواد د ولسمشر تگلارې نه يوازې پر امريکا بلکې پر ټوله نړۍ اغېز لري. په کور دننه به بې روزګاري، کورونا وېروس او د وېشلي ولس يو ځاى کول مهمې خبرې وي خو په نړيواله کچه افغانستان، منځنى ختيځ او د نړيوال چاپېريال په څېر مسايل دي چې د امريکايي ولسمشر دريځ په کې خورا مهم دى. په دې رپوټ کې دې ته ګورو چې د دغو دوو مشرانو تګلارې به څه توپير ولري

    دې YouTube پوسټ نه تېرشئ
    ایا له Google YouTube نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده په YouTube کې منځپانګه ښايي خبرتیاوې ولري.

    د ‍پوسټ YouTube پای

  5. د امريکا ولسمشرۍ ټاکنو وروستی حال

    د امريکا ټاکنې
  6. د امريکا ټاکنې
  7. د پنسلوينيا ايالت ديموکرات والي ويلي، کېدی شي نن هم د ولسمشريزو ټاکنو پايلي اعلان نشي. د يوه خبري کنفرانس پر مهال نوموړي وويل، "مهمه خبره دا ده چې موږ سم پايلې ترلاسه کړو، که چېرې دا کار ډېر وخت هم واخلي".

    دی وايي، په دې کې "هېڅ شک نشته چې دغه ټاکنې د جمهوريت ازموينه ده، دا د هغو بنسټونو ازموينه ده چې دغه هېواد پرې جوړ شوی، د هر انسان او هرې رايې بنسټيز اصول ارزښت لري".

    په دغه ايالت کې ټرمپ له بايډن مخکې دی خو د پوستې له لارې ورکړل شوې رايې بيا د ديموکرات ګوند ډېرې دي.

    په تېرو ټاکنو کې ټرمپ په دې ايالت کې له ۴۰ زرو د زياتو رايو په توپير بريالی شوی و.

    د امريکا ټاکنې

    د عکس سرچینه، Getty Images

  8. د امريکا ټاکنې

    د امريکا په ځينو ايالتونو کې د ټاکنو د پايلو نېټې

    د امريکا ټاکنې
  9. وروستی, د اروپايي ټولنې مشر ديپلومات: هېڅوک لا د بريا اعلان نشي کولی

    اروپايي مشران د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو په تړاو له څرګندونو له احتياطه کار اخلي. خو د اروپايي ټولنې مشر ديپلومات جوزېف بوريل ويلي ، "په داسې سخته سيالۍ کې د هري رايې شمېرل اړين دي هېڅوک هم اوس د بريا دعوا نشي کولی، ځکه په دې اړه هېڅ ډېټايا کره معلومات نشته".

    د يادولو وړه ده چې ښاغلي ټرمپ مخکې خپله بريا اعلان کړې وه.

    د امريکا ټاکنې

    د عکس سرچینه، Getty Images

  10. وروستی,

    د امريکا په وسکونسن ايالت کې د چې د ټرمپ او بايډن تر منځ سخته سيالي په کې روانه وه تراوسه ۹۹ سلنه رايې شمېرل شوې دي او داسې برېښي چې بايډن په کې مخکې دی.

    د يادولو وړه ده چې د ۲۰۱۶ کال ټاکنو پر مهال په دې ايالت کې ټرمپ د يموکرات ګوند نوماندې هېلري کلېنټن د ۳۰ زرو رايو په توپير ماته ورکړې وه.

    د وسکونسن پايلې سپينې ماڼۍ ته د کاميابېدو لپاره مهمې بلل کېږي.

    د بايډن د لږ رايو د بريا سربېره د ټاکنو پايلې سره نژدې دي.

    د امريکا ټاکنې

    د عکس سرچینه، Reuters

  11. ټرمپ او بايډن دواړه فکر کوي ګټونکي دي خو تراوسه د ټاکنو د پايلو په اړه دغه معلومات را مخې ته شوې دي.

    سپينې ماڼۍ ته تلو لپاره د ۲۷۰ الکټورل کالج يا ټاکنيزو حوزو بريا په کار ده. بايډن تراوسه ۲۲۴ ايالتونو کې مخکې او ټرمپ بيا په ۲۱۳ کې مخکښ دی خو لا تراوسه د سلګونه زرو رايو شمېرل پاتې دي.

    داسې ښکاري چې د دغه ټاکنو وروستۍ پايلې به څو ورځې وخت واخلي.

    ټرمپ په خپله وينا کې د بريا اعلان کړی و او ويلي يې وو چې د پوستې له لارې رايو کې د ادعا شوې درغلې له امله به سترې محکمې ته ځي، خو په دې اړه يې کوم اسناد نه دي وړاندې کړي.

    بايډن دغه تورونه رد کړي. د نوموړي د ټاکنيز کمپاين مشر جين اوميلي ويلي چې د هغو رايو په اړه چې نه دي شمېرل شوې د ټرمپ خبرې "ناسمې او پاروونکې" دي

    د امريکا ټاکنې

    د عکس سرچینه، EPA

  12. د امريکا ولسمشريزو ټاکنو وروستۍ شمېرې

    د امريکا ټاکنې
  13. په امریکا کې د روانو حالاتو په اړه د جرمني د دفاع وزیرې خبرداری

    د جرمني دفاع وزیرې په امریکا کې له ټاکنو وروسته حالت خطرناک او له چاودنې سره پرتله کړی دی.

    انه ګرت کرامپ کارنباویر خبرداری ورکړی چې د رایو نږدې پایلې کیدای شي د اساسي قانون په بحران واوړي او ویې ویل دغسې حالات د ژورې خواشینۍ لامل کیږي.

    له دې سره مېرمن کرامپ کارنباویر ټینګار کړی که هر څوک په دغو ټاکنو کې بریالی شي، جرمني له امریکا سره همکاري ته دوام ور کوي.

    usa

    د عکس سرچینه، EPA

  14. د ټرمپ څرګندونو ته د بایډن د ټاکنیز ټیم غبرګون: ظالمانه او بې مخینې

    د جوبایډن ټاکنیز ټیم د ولسمشر ډونلډ ترمپ تر وخت وړاندې د بریا په ادعا غبرګون وښود.

    د بایډن د کمپاین مدیرې جېن اومالي ډیلون ویلي د ناشمېرلو رایو د رواتوب یا مشروعیت په اړه د ترمپ څرګندونې "ظالمانه، بې مخینې او ناسمې دي".

    هغې ویلي دا څرګندونې "ځکه ظالمانه وې چې له امریکايي وګړو پکې د ډېموکراټیکو حقونو د اخیستلو بربنډه هڅه شوې ده."

    "بې مخینې ځکه وې چې زموږ تاریخ کې تر دې وړاندې د امریکا هېڅ ولسمشر دا هڅه نه وه کړې چې امریکایان په ملي ټاکنو کې له خپل غږ بې برخې کړي."

    اومالي ډېلون وايي د ټرمپ څرګندونې د دې لپاره ناسمې هم دي چې قانون ټینګار کوي هره مشروع رایه باید وشمېرل شي.

    د باېډن د کمپاېن مدېرې ویلي:

    "موږ د مرستیال ولسمشر د نن شپې خبرې تکراروو. د ټاکنو د پایلو پریکړه ولسمشر ټرمپ نه کوي. جوبایډن هم د ټاکنو د پایلو په اړه پریکړه نه کوي. د دغو ټاکنو د پایلو پریکړه د امریکا خلک کوي. نو دغه ډیموکراټیکه پروسه باید تر پایه دوام ومومي. "

    اومالي ډېلون د ډونلډ ټرمپ د دغه ګواښ په ځواب کې چې د پوسته خانو له لارې د استول شویو رایو لپاره سترې محکمې ته ځي - وویل: "د بایډن حقوقي ټیم چمتو دی. "

    هغې ویلي "جوبایډن او کماله هارېس د ټولو امریکایانو د رایو د شمېرل کېدو د حق لپاره درېږي، پروا نه کوي که رایه یې هر چا ته ورکړې وي. "

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، EPA

  15. هغه سناریو چې ډېری امریکایان ترې وېره لري

    اونۍ کیږې چې ټرمپ ویلي که د امریکا ټاکنو سیالۍ نږدې وي، نو ډیموکراټان به په ټاکنو کې په درغلیو او د ده، د بریا په مخنیوي تورن کړي او نن یې په لومړنیو شېبو کې همدا کار وکړ.

    دغه سناریوچې امریکایان له هغې ویره لري پکې ولسمشر له سپینې ماڼۍ د رایو شمېرنه کمزورولی شي.

    دا هغه مسایل دي چې له ټاکنو وروسته به دوام ولري.

    د ډونلډ ټرمپ له خبرو وروسته د ولسمشر مرستیال مایک پنس هڅه وکړه چې د ټرمپ خبرې ورغوي هغه د بریا له ژر اعلان ډډه وکړه او ویې ویل چې ټولې قانوني رایې به وشمېرل شي.

    د ولسمشر ټرمپ دغه خبرې هغه څه سره په ټکر کې وې چې د یو هېواد له مشر یې تمه کیږي.

    usa

    د عکس سرچینه، Getty Images

  16. د ټرمپ څرګندونو ته د ډېموکراټانو غبرګون: مستبده او خطرناکه

    مستبده او خطرناکه"؛ د ټرمپ څرګندونو ته د ډېموکراټانو غبرګون

    ډیموکراټو سیاستوالو د ولسمشر ډونلډ ترمپ پر دغه بې بنسټه بیان چې "ښکاره وایم، موږ دا ټاکنې ګټلي"توند غبرګون ښودلی دی.

    د کانګرس غړې الکساندریه اوکاسیو کورتز د ټرمپ لخوا د ټاکنو د ګټلو ادعا "نامشروع، خطرناکه او مستبدانه" بللې ده.

    هغې پر خپل ټوېټر لیکلي: "رایې وشمېرئ او پاېلو ته درناوی وکړئ. "

    له مینه سوټا د ولسي جرګې غړې الحان عمر ټرمپ "خطرناک کس" بللی او پر ټوېټر یې لیکلي: "ته د رایو د شمېرل کېدو مخه نشې نیولی. "

    هغه زیاته کړې"دلته دېکتاتوري نه ده. "

    او له مینه سوټا سناتورې اېمي کلوبشار لیکلي "رایې باید وشمېرل شي. موږ ولسواکۍ کې ژوند کوو. "

    usa

    د عکس سرچینه، Reuters

  17. ایا پوستي رایي د امریکا په ټاکنو کې د درغلیو سرچینه ده؟

    له مودو راهیسې دونالډ ټرمپ پر پوستي رایو نیوکه کوي او وایي، دغه رایي پراخو درغلیو ته لاره هواروي، خو ایا ټرمپ دغو څرګندونو ته شواهد لري؟ له کلونو راهیسې سراسري او ایالتي څېړنو ښودلې چې پوستي رایو کې ددرغلیو هېڅ نښه نه ده لیدل شوې.

    په تېر کې ډېر لږ پېښې وې چې په پوستي رایو کې د درغلیو په توګه راڅرګند شوې و؛ لکه د شمالي کارولینا ۲۰۱۸ کال په لومړنیو ټاکنو کې چې په رایپاڼو کې د جمهوري پال ګوند د یوه نوماند د سلاکار د لاسوهنې له امله بیا رایې واچول شوې.

    خودغه موارد ډېر کم دي، یو څېړنیز مرکز- برنان د عدالت لپاره- په ۲۰۱۷ کال کې وښودله چې د امریکا تقلبي رایو کې د پوستي رایو سلنه له ۰۰۰۹/۰کمه ده.

    د واشنګټن پوست له لوري د ۲۰۱۶ کال ټاکنو څېړنې هم وښودله چې د درغلیو یواځې یوه پېښه شوې ده.

    usa

    د عکس سرچینه، EPA

  18. د ټرمپ وینا جمهوريپال ناهیلي کړل

    په داسې حال کې چې میلیونونه رایې لا شمېرل شوې نه دي، ډونلډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ له ختیزې تشریفاتي خونې په خبري کنفرانس کې په یو اړخیز ډول ځان د دغو ټاکنو ګټونکی وباله.

    ګڼو جمهوریپالو سیاستوالو او محافظه کارو مبصرینو د ټرمپ پر دغو له وخت وړاندې څرګندونو اندېښنه ښودلې ده.

    د نیوجرسي پخواني والي او د ټرمپ سلاکار کرېس کرېستي اې بي سي نیوز سره خبرو کې د ټرمپ څرګندونې هم له ستراتیژیکه اړخه او هم د یوه ولسمشر په توګه ناسم حرکت بللی دی.

    هغه ویلي "دا بده ستراتیژیکه پریکړه وه. سمه سیاسي پریکړه نه وه. "

    له پنسلوانیا پخواني جمهوریپال سناتور رېک سانتورم هم ویلي د ټرمپ څرګندونو"ډیر ناهیلی " کړی دی.

    هغه سي این این سره مرکه کې ویلي"زما په اند د درغلیو د کلمې کارول سم نه و. "

    محافظه کار شنونکي او د ټرمپ منتقد بېن شپیرو بیا پر خپل ټوېټر د ټرمپ څرګندونې"خورا غیرمسوولانه " بللي دي.

    usa

    د عکس سرچینه، Getty Images

  19. ټرمپ: سترې محکمې ته ځم

    په داسې حال چې میلیونونه قانوني رایې لا هم شمېرل شوې نه دي، ډونلډ ټرمپ ځان بریالی بولي.

    هغه وايي، "ریښتیا وایم ما ټاکنې ګټلې دي."

    نوموړی د سندو له وړاندې کولو پرته ټاکنو کې د درغلۍ خبره کوي.

    هغه د دې خبرې کولو سره چې د ټاکنو پایلو سره د مبارزې لپاره سترې محکمې ته تلل غواړي وویل: دا زموږ د هېواد لپاره شرموونکې ده.

    میلیونونه رایې لا شمېرل شوې نه دي او ښاغلی ټرمپ هم د بریالیتوب د ادعا لپاره کوم واک نه لري.

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

  20. نبراسکا، مونتانا او ټکزاس ټرمپ ته

    د اټکلونو له مخې د نبراسکا ایالت د ټاکنیز کالج ډیرې رایې د ټرمپ دي.

    ویل شوي چې د نبراسکا له پنځو رایو، ۴ ټرمپ او یوه باېډن ته رسیږي. ټرمپ په تېرو ټاکنو کې د دغه اېالت ټولې ۵ رایې ګټلې وې.

    ویل شوي چې د مونتانا د انتخاباتي کالج درې واړه رایې د ټرمپ دي.

    دغه ایالت یوازې یو ځل په ۱۹۹۲ کال ډیموکراټ بېل کلنټن ته رایه ورکړه – خو له ۱۹۶۸ کال راهیسې یې تل جمهوریپالو ته رایې وکړې دي.

    ویل شوي د ټکزاس د ټاکنیز کالج ۳۸ رایې به ټرمپ خپلې کړي. دغه یالت په تېرو لسو ټاکنو کې جمهوریپالو ته رایه وکړې او ټرمپ پکې د تېرې دورې ټاکنې هم ډیر اسانه ګټلې.

    ټکزاس د ټاکنیز کالج د رایو له اړخه له کلفورنیا وروسته چې ۵۵ رایې لري - د دویم امتیاز څښتن دی.

    usa

    د عکس سرچینه، Getty Images