اتریش، برېتانیا او پرتګال د کورونا وېروس د دویمې څپې پرمهال محدودیتونه لګولي

کرونا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اروپا کې د کورونا وبا پېښو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي.

اتریش او پرتګال د کرونا وېروس د مخنیوي په موخه نوي مقررات وضع کړل. د برېتانیا دولت هم د کورونا وېروس د مخنیوي په موخه په یاد هېواد کې د څلورو اونیو لپاره محدودیتونه وضع کړل.

اتریش کې د شپې له اتو د سهار تر شپږو بجو ګرځبندیز اعلان شوی او له دې وروسته قهوه خونو او رستورانونو ته پر تګ هم بندیز لګلو شوی او رستورانونو ته د دې اجازه ورکړل شوې چې کورونو ته خواړه ولېږدوي.

پرتګال کې خلکو ته سپارښتنه شوې چې له ښوونځیو او کارته تللو له ځایونو پرته نورو هغو ځایونو ته لاړ نه شي چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې ډېره وي. هغه پرېکړه چې ۷۰ سلنه به عملي شي.

د برېتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن په انګلستان کې د څلورو اونیو لپاره ټولبند اعلان کړ.

ښاغلی جانسن ویلي، نا اړین ځایونه: لکه د کالیو پلورنځي او یو شمېر مېلمه خونې به د څلورو اونیو لپاره بندې شي خو له دې شته بندیزونو سره سره ښوونځي او پوهنتونونه له کورونایي محدودیتونو سره مخ نه دي.

د برېتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن یادونه کړې چې وضع شوي بندیزونه به د ډیسمبر میاشتې تر دویمې دوام وکړي.

یاد درې لومړني اروپایي هېوادونه دي چې د کورونا د دویمې څپې له امله پکې نوي محدودیتونه لګول شوي.

اتریش د جمعې په ورځ ۵ زره او ۶۲۷ د کورونا نوې پېښې ثبت کړې وې.

اتریش وایي، د کورونا د نویو ثبت شویو شمېرو له مخې یاد هېود د شپږو زرو ناروغانو د بسترولو وړتیا لري.

د ورزشي ځایونو، وړکتونونو او ځینې نورو هغو ځایونو په ګډون چې کېدای شي کورونا ترې خپره شي، هم محدودیتونه وضع شوي او په ځينو ښوونیزو مرکزونو کې به په مجازي شکل تدریس پیل شي.

اروپا

د عکس سرچینه، Wales News Service

د عکس تشریح، یو شمېر هېوادونو کې د کرونا دویمې څپې راتګ دولتونه اړ کړي چې سخت محدودیتونه وضع کړي.

د اتریش صدر اعظم سبستین کورتز وایي، "دغه پرېکړه اسانه نه وه خو اړینه وه". له خلکو غوښتل شوي چې له کوره خپل کارونه تر سره کړي او د شپې له لسو بجو وروسته ټول پلورنځي بند شي.

وضع شوي محدودیتونه به په راتلونکو دوو اونیو کې بیا وارزول شي. د پرتګال لومړي وزیر ویلي، "که کوم کار ونکړو د کورونا وېروس به زموږ روغتیايي نظام کمزوری کړي."

پرتګال د تېرې شنبې په ورځ د کورونا وېروس ۴۰۰۷ مثبتې پېښې ثبت کړې وې او د مړو شمېر ۳۹ و.

په اتریش کې به وضع شوي محدودیتونه د نومبر تر وروستیو پر ځای وي.

په نوره اروپا کې څه تېرېږي؟

د اروپا لویه برخه کې د کورونا وېروس د دویمې څپې په اړه اندېښنې راپورته شوې.

سلواکيا اعلان کړی چې له لسو کلونو د لوړ عمر ټول وګړي به معاینه کوي چې له دې لارې د کورونا مخنیوی وکړي.

د ویډیو تشریح، له کورونا وېروسه رغېدل څومره وخت اخلي؟

د څلورو میلیونه وګړو معاینه کول به په دغه هېواد کې دوه اونۍ وخت ونیسي.

پولنډ کې هم د کورونا وېروس د ډېروالي له امله په ورستیو کې د ډېرو ثبت شویو پېښو شاهد وو. د یاد هېواد د روغتیا وزارت وایي، ۱۶ زره ۱۴۴ کسان بستر شوي او ۱۳۰۵ نور مصنوعي تنفس اخلي او ۲۸۰ د مړینې نورې پېښې ثبت شوې دي.

دغه هېواد د کورونا د مخنیوي په موخه سخت محدودیتونه وضع کړي او هلته هر ډول ډله ییزه ټولېدنه هم بنده ده.

په یونان کې هم سخت ټولبند اعلان شوی او یو شمېر مشخصو ځایونو ته یې په ورتګ بندیز اعلان شوی.

په یونان کې له نورو هېوادونو د کورونا وبا پېښې کمې دي، خو د اکټوبر له لومړۍ نېټې د ډېرېدو په حال کې دي.

بلجیم کې هم له دوشنبې راپدېخوا یو لړ مقررات وضع شوي ځکه چې له وړاندې شویو شمېرو ښکاري په اروپا کې د کرونا وبا پېښې له نور هېودو په لوړه کچه دي.

تګ راتګ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، یو شمېر اروپایي هېوادونو کې د چارواکو غوښتنه له خلکو دا ده چې له اړین کار پرته له کوره بهر لاړ نه شي.