کوټه کې د استوګنې په سیمه کې چاودنې درې کسان وژلي

د عکس سرچینه، Empics
په بلوچستان ایالت کې یوې چاودنې لږ ترلږه درې کسان ووژل. پولیس وايي چاودنه په کوټه کې د استوګنې په یوه سیمه کې شوې ده.
د پولیسو وینا ده چې بم په یو موټر سایکل کې ځای پرځای شوی و او ترکاریو په یوه مارکیټ کې درول شو و.
دا څرګنده شوې نه ده چې دغه چاودنه د چا یا کومې ډلې له خوا رامنځ ته کړای شوې ده.
چاودنه په داسې حال کې وشوه چې د ښار په یوه بله څنډه کې د مخالفو ګوندونو لسګونو زرو پلویانو د حکومت ضد احتجاج کاوه.
دا احتجاجي غونډه د مخالفو ګوندونو له خوا د لومړي وزیر عمران خان پرضد د تېرو احتجاجي غونډو په دوام کې دریمه وه چې وشوه.
پاکستان کې د مخالفو ګوندونو ایتلاف پي ډي ایم په خپله دریمه احتجاجي غونډه کې پر حکومتي تګلارو او امنیتي ادارو سختې نیوکې وکړې.
د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان، د پاکستان مسلم لیګ ن ډلې مرستیالې مشرې مریم نواز، پخواني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني او نورو مشهورو څېرو په دې غونډه کې ویناوې وکړې.
د دې غونډې لپاره سخت امنیتي تدابېر نیول شوي وو او د څه وخت لپاره د ګرځنډه تېلېفونونو شبکې هم بندې وې.
له لندنه غونډې ته په وینا کې د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف د پوځ پر مشر جنرال قمر جاوید باجواه او اسختباراتي ادارې آی ایس آی پر لوړ پوړي چارواکي جنرال فیض حمید تور پورې کړ چې په سیاسي چارو کې لاسوهنه کوي.










