کوټه: د پولیسو مخابراتو برخې مشر چاودنه کې وژل شوی

د عکس سرچینه، Police
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پنجشنبې په سهار د چاودنې له امله یو امنیتي چارواکی او دوه پولیس ووژل شول.
چارواکي وايي، د کوټې ښار د هوايي ډګر پر سړک دا پېښه هغه مهال وشوه چې حامد شکیل په خپل موټر کې له کور څخه دفتر ته روان و.
د بلوچستان د حکومت ویاند انور کاکړ په سیمه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم ته ویلي چې پر حامد شکیل سربېره دوه نور پولیس وژل شوي او دوه ټپیان دي.
ټپیان نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.
له چاودنې وروسته امنیتي ځواکونو د پېښې ځای کلابند کړی دی.

د عکس سرچینه، .
پولیس وايي، د پېښې پلټنه کوي، خو اوس دا نشي ویلي چې دا څه ډول برید و.
مګر د پاکستان ځايي رسنۍ وايي، ځانمرګی برید شوی دی.
دوی د ټپیانو شمېر هم اته کسان ښيي چې په وینا یې پنځه پولیس او درې ولسي وګړي دي.
د دوو ټپي پولیسو وضعیت هم نازک ښودل شوی دی.
تېره میاشت هم په کوټه کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان په موټر بم برید کې شپږ کمانډو پولیس او یو ولسي وګړی ووژل شول او ۲۲ نور ټپیان شول.
ډېرېډونکی تاوتریخوالی

د عکس سرچینه، .
رویټرز خبري اژانس وايي، په بلوچستان کې له تېر کال راهیسې بریدونه ډېر شوي چې ادعا کېږي تر ۱۸۰ ډېر کسان پکې وژل شوي.
دلته چې بلوڅ بېلتونپال بوخت دي، ور سره د ځینې بریدونو مسوولیت له اسلامي دولت یا داعش سره تړاو لرونکو ډلو هم منلی دی.
دغه تاوتریخوالي د چین- پاکستان اقتصادي لارې د جوړولو د امنیت په هکله اندېښنه پیدا کړې چې ارزښت یې ۵۷ میلیارد ډالرو ته رسېږي.
د دې پروژې په مټ چین له خپلې ختیزې پولې څخه د پاکستان له ګوادر بندر سره نښلي او له هغه ځای منځني ختیځ ته لار پیدا کوي.










