په کوټه کې درې پولیس سرتېري وژل شوي دي

کوټه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېر کال د پولیسو او امنيتي اورګانونو ضد په ورته بریدونو او بمي چاودنو کې تر یونیم سل پورې پولیس او د نورو امنيتي اورګانونو سرتېري وژل شوي و.
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د بلوچستان په لوی ښار کوټه کې د پاکستانيو پولیسو پر ګزمه کوونکې ډلې برید کې درې پولیس سرتېري وژل شوي او یو لاروی ژوبل شوی دی.

د کوټې د سریاب سیمې پولیس وايي، د یکشنبې په غرمه نامعلومه وسله والو د سریاب په چکي شاهواني سیمه کې پر دغو پولیسو ناڅاپه ډزې کړې دي، چې یوه يې په هماغه ځای او دوو نورو يې په روغتون کې ساه ورکړه.

پولیس زیاتوي، بریدکوونکي چې پر موټرسايکل سپاره ول، تر پېښې وروسته په تېښته بریالي شوي دي. چارواکو دغه پېښه هدفي وژنه بللې، چې له مودې راهیسې په دغه ایالت کې د پولیس سرتېرو په شمول، ملېشه ځواکونه، امنيتي سرتېري او دولتي کسان په نخښه کېږي.

کوټه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نامعلومه وسله والو د سریاب په چکي شاهواني سیمه کې پر پولیسو ناڅاپه ډزې کړې دي.

تراوسه ددغه برید مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی، خو د کوټې په شمول د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې بېلتون پالي بلوڅ وسله وال او پاکستاني طالبانو په تېر کې د ورته پېښو مسوولیت منلی دی.

د کوټې پولیسو بي بي سي ته ویلي، دغه په روان عیسوي کال کې ددوی پر سرتېرو پنځم ورته برید دی، چې پکې تراوسه اووه سرتېري وژل شوي دي.

ددغه ایالت د چارواکو په خبره تېر کال د پولیسو او امنيتي اورګانونو ضد په ورته بریدونو او بمي چاودنو کې تر یونیم سل پورې پولیس او د نورو امنيتي اورګانونو سرتېري وژل شوي و.