د کوټې په جومات کې بمي چاودنې د پولیس افسر په ګډون ۱۴ کسان وژلي

- Author, محمد کاظم
- دنده, بي بي سي کوټه
د کوټې ښار سټیلایټ ټاون سیمه کې د یوې بمي چاودنې پایله کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.
په وژل شویو کسانو کې د ځايي پولیسو یو افسر (ډپټي سپرنډنټ اف پولیس یا ډي ایس پي) امان الله هم شامل دی.
نوموړي په سریاب روډ په پولیسو روزنیز مرکز کې دنده درلوده.
له دې پېښې یوه میاشت مخکې په سریاب روډ سیمه کې د نوموړي یو ځوان زوی نجیب الله په هدفي وژنه کې په نښه شوی و.
د سیمې پولیس وايي، چاودنه د سیمې په الشرعیه دارالعلوم په جومات کې د ماښام لمانځه پر مهال شوې. عیني شاهدان وايي، چاودنه د لمانځه دویم رکعت ادا کېدو پر مهال وشوه.
عیني شاهدان وايي، له چاودنې وروسته په جومات کې توره تیاره شوه. د پېښې ټپیان ځايي ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دغه روغتون ویاند وايي، دوی ته ۱۴ مړي او ۲۱ ټپیان وروړل شوي دي. د یو شمېر ټپیانو روغتیايي حالت خواشینونکی بلل کېږي.
تر اوسه معلومه نه ده چې په مدرسه کې د چاودنې هدف پولیس افسر امان الله و او که کوم بل هدف یې درلود. پولیس وايي، د پېښې په اړه معلومات راټولوي.
د نوي زېږدیز کال له پیله راهیسې دا په کوټه ښار کې دویمه چاودنه ده.

له دې مخکې د لیډي ډفرن روغتون ته نژدې یوه چاودنه کې دوه کسان وژل شوي وو او اته نور ټپیان شول. په هغه بمي برید کې امنیتي ځواکونه په نښه شوي وو.
روان کال د سیمې په یوه جومات کې دا لومړۍ چاودنه ده، خو تېر کال د دغې سیمې په دوو جوماتونو کې چاودنو مرګژوبله اړولې وه.
د تېر کال مې میاشت کې د کوټې پښتون اباد سیمې په یوه جومات کې د چاودنې له کبله د ملا امام په ګډون درې کسان وژل شوي او ۱۹ ټپیان شوي وو.
د ۲۰۱۹ کال په اګست کې بیا کوټې ته څېرمه د کچلاغ سیمې په یوه جومات کې د بمي چاودنې له کبله څلور کسان وژل شوي وو او ۲۵ ټپیان شوي وو.
د کچلاغ بمي چاودنه کې د افغان طالبانو مشر ملا هبت الله ورور هم شامل و.








