کوټه کې پر کليسا بريد
کوټه کې پر يوې کليسا يو بريد کې لږترلږه ۸ کسان وژل شوي، او له ۲۰ ډېر نور ټپيان دي. د ميتوډېست کليسا چې دوو اورپکو پرې بريد کاوه له عبادتکوونکو ډکه وه.
يو یې وويشتل شو، خو دوهم یې خپل چاودېدونکي توکي وچولی شوی. د کوټې روغتونونو کې بيړنی حالت اعلان شوی دی. د پاکستان حکومت دا يو "ډارن ترهګر" بريد بللی دی.