'فرانسه کې د وژل شوي ښوونکي قاتل له زده کوونکو د هغه په هکله پوښتنې کړې وې'

فرانسه کې ترهګرۍ ضد چارواکي وايي، هغه سړي چې په دغه هېواد کې یې له یوه ښوونکي سر غوڅ کړی، لومړی له ښوونځي بهر د هغه انتظار کاوه او له زده کوونکو یې پوښتل چې ور ویې ښيي.
بیا دغه سړي پر خواله رسنیو د وژل شوي ښوونکي ۴۷ کلن سامویل پاتې تصویرونه خپاره کړي، چې خپلو زده کوونکو ته یې د اسلام پیغمبر محمد (ص) کارټون ښوولی و.
بریدګر له وژل کېدو مخکې پر پولیسو د بادي ټوپک ډزې هم کړي.
د فرانسوي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، وژل شوي ښوونکي ته له مخکې ګواښونه شوي وو.
د عدلي او قضايي چارواکو له قوله ویل شوي، د پېښې په تړاو نهه کسان نیول شوي دي.
ویل کېږي، نیول شویو کې د هغه ښوونځي یوه زده کوونکي مور، پلار هم شامل دي، چې وژل شوي ښوونکي په کې دنده درلوده.
د جمعې پر ورځ پولیسو د پېښې په ځای کې د ښوونکي قاتل په ډزو وواژه.
پولیس وايي، بریدګر یو ۱۸ کلن چیچنايي توکمه ځوان و.
پېښه په فرانسه کې پر چارلي ابدو نومې مجلې د ۲۰۱۵ کال یوه برید محاکمې سره هممهاله شوې. پر یاده مجله د کارټون خپرولو له کبله برید شوی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
ماکرون د ښوونکي سر غوڅول "اسلامي ترهګريز برید" بللی
د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون وايي، دغه برید کې د 'اسلامپالو ترهګریز برید ' ټولې نښې نښانې شته او ښوونکی د 'فکر او بیان ازادۍ ورزده کولو ' له کبله وژل شوی دی.
د ښوونکي له وژل کېدو څو ساعته وروسته د پېښې ځای کې د خبرو پر مهال نوموړي پر ملي یوالي ټینګار وکړ:
''دوی به پر موږ غالب نه شي، دوی به موږ تقسیم نه کړي. ''
فرانسوۍ رسنۍ وایي، وژل شوي ښوونکي څه موده وړاندې په ټولګي کې خپلو زدکوونکو ته د اسلام د پیغمبر محمد (ص) کارتونونه ښودلي وو.
پېښه له ځایي وخت سره سم مازدیګر پنځه بجې شوې او د ترهګرۍ ضد څارنوال ته سپارښتنه شوې چې د دې ترهګریز برید په اړه پلټڼې پیل کړي.
ویل کېږي چې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جېرالډ ډارمنېن، چې مراکش ته روان و، د دې پېښې له کبله بېرته هېواد ته ستون شوی.
د (اې اېف پي) خبري اژانس د پولیسو او څارنوال له خولې ویلي چې له وژل شوي ښوونکي سر پرې کړل شوی دی.
په سیمه کې څه پېښ شول؟

د عکس سرچینه، AFP
رپوټونه وایي، یو سړي چې لویه چړه (ساتول) یې په لاس کې و پر دې ښوونکي برید وکړ او سر یې ترې پرې کړ.
له برید وروسته بریدګر له سیمې وتښتېد، خو ځایي خلکو سملاسي پولیسو ته حال ورکړ او شېبه وروسته امنیتي کسان د پېښې ځای ته ورسېدل.
لږ وروسته پولس او بریدګر د اېرګني په سیمه کې سره مخامخ شول. رپوټونه وایي چې بریدګر پولیسو ته هم ګواښونه پیل کړل، او له همدې کبله پولیسو په ډزو وواژه.
وروستي رپوټونه وایي چې د پېښې سیمه د پولیسو لخوا کلابنده شوې ده او پلټنې روانې دي. پولیسو له خلکو غوښتي چي سیمې ته ورنشي.
دا برید داسې مهال کېږي چې فرانسه کې په ۲۰۱۵ کال کې د چارلي هېبډو مجلې پر دفتر د برید په تړاو د یو شمېر تورنو کسانو محاکمه روانه ده.
چارلي هېبډو مجلې باندې برید وروسته له هغه وشو چې د اسلام د پیغمبر محمد (ص) کارتونونه یې خپاره کړل.
یادې مجلې څه موده وړاندې پر خپل دفتر د برید د پنځم تلین په مناسبت هماغه کارتونونه یو ځل بیا خپاره کړل.
درې اوونۍ وړاندې یوه پاکستاني کس هم د یادې مجلې دفتر نه بهر پر دوو کسانو برید وکړ او ټپیان یې کړل.

د عکس سرچینه، Reuters









