د چارلي هېبدو مجلې پخواني دفتر خواکې له چاکو برید وروسته اووه کسان نیول شوي

د عکس سرچینه، EPA
د فرانسې پلازمېنه پاریس کې د طنزیه مجلې چارلي هېبدو د پخواني دفتر مخکې اووه کسان د یوه برید په تړاو نیول شوي دي.
د جمعې پر ورځ یوه سړي چې د غوښې غوڅولو چاړه ورسره وه، دوه کسان ټپیان کړل.
یو ۱۸ کلن ځوان چې پاکستانی الاصله ښوول شوی دی، د پېښې مرکزي مشکوک کس په توګه د پېښې ځای کې نیول شوی دی.
پولیس وايي، شپږ نور کسان هم توقیف کې دي او پوښتنې ګروېږنې ترې کېږي. پولیسو دغه پېښه د یوه ترهګریز برید په توګه څېړي.
د کورنیو چارو وزیر ګیرالډ درمانین وايي:
''دا په څرګند ډول د اسلامپالو د ترهګرۍ یو فعل دی. ''
دغه برید داسې مهال شوی، چې ۲۱۰۵ کال کې پر چارلي هېبدو مجلې دفتر د دوو جهادیانو برید کې د مرستې په تور د ۱۴ کسانو محاکمه روانه ده.
د چارلي هېبدو هغه دفتر اوس یوه ټلویزیوني تولیدي کمپنۍ کاروي.
د جمعې ورځې د برید قربانیانو نومونه نه دي اخیستل شوي، خو پولیس وايي، یو نارینه او یوه ښځه دي، چې په ټلویزیوني تولیدي شرکت کې دندې لري.
لومړي وزیر جیان کاسټکیس د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، د ټپي شویو کسانو روغتیا اندېښمنونکې نه ده.

د عکس سرچینه، EVN/David Cohen
چارلي هېبدو اوس له یوه نامعلوم ځایه فعالیت کوي.
له دولتي خبري شبکې فرانس -۲ سره خبرو کې ښاغلي درمانین وویل:
''دا زموږ د هېواد او خبریالانو پر ضد یو نوی خونړی برید و. ''
د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه:
''دا هغه کوڅه ده، چې چارلي هېبدو پکې فعالیت درلود، اسلامپالي ترهګر همداسې فعالیت کوي. ''
د نوموړي په خبره روانه اونۍ یې د یهودانو مذهبي ورځې یوم کیفور په مناسبت یې د سیمې په عبادتځایونو کې د امنیتي تدبیرونو زیاتولو امر کړی دی.
د مرکزي مشکوک کس نوم نه دی یاد شوی، خو ښاغلی درمانین وايي، دغه کس د 'یوه بې سرپرسته ماشوم ' په توګه درې کاله مخکې له پاکستاني تابعیت سره فرانسې ته رسېدلی و.
د وزیر په وینا مشکوک کس د سخت دریځۍ اړوند نه و پېژندل شوی، خو یو ځل مخکې له یوه پېچکس سره نیول شوی و، چې نوموړي یې په هکله جزیات نه دي ورکړي.








