ازهر او اسلامي بنسټونو د ''چارلي ابدو'' نوې ګڼه بل سپکاوی بللی

د عکس سرچینه، Reuters
د مصر ازهر، د اسلامي څېړنو نورو ټولنو، د مصر دارالافتاء او د قدس مفتي د فرانسوۍ طنزي چارلي ابدو مجلې بیا خپرېدل غندلي، چې د پیغمبر کارتون یې پر پوښتۍ چاپ کړی دی.
ازهر دغه کارتون د یوه (ناروغ ضمیر) زیږنده بللی، چې پر خپله وېبپاڼه یې دا کار غندلی او پر مسلمانانو یې غږ کړی چې بابیزه یې وګڼي.
په قاهره کې د اسلامي څېړنو ټولنې هم د چارلي ابدو د چلوونکو دا کار په سختو ټکو غندلی دی.
دوی په یوه ویناپاڼه کې ویلي: ''دغه کار کرکه پاروي او د ولسونو ترمنځ د سوله ییز ژوند چاپېریال پر تاوتریخوالي اړوي، او په اروپايي او لوېدیځو ټولنو کې د مسلمانانو د مدغمېدو مخه نیسي.''
په ویناپاڼه کې دا هم راغلي چې: ''موږ هغه تاوتریخوالی او ترهګري غندو، چې اسلام ته د ځینو منسوبو شویو کسانو په لاس رامنځ ته کېږي، موږ دا کار له هره اړخه غندو، ځکه چې دغه ناوړه کړنه د ولسونو ترمنځ د مشترکو ګټو خدمت نه کوي.''
د مصر دارالافتاءهم پخپله ویناپاڼه کې د چارلي ابدو دا کړنهه غندلې ده چې په وینا یې د مجلې دا ګام له انساني ارزښتونو سره په ټکر کې او خطرناک دی.

د عکس سرچینه، AFP
سرچینې له فرانسوي حکومت او نورو فرانسوي ګوندونو او ټولنو ته ددې کار د مخنیوي غوښتنه کړې ده، چې په ښکاره د ولسونو او مذهبونو ترمنځواټن رامنځ ته کوي.
د مصر دارالافتاء د پاریس تر پېښې وروسته پر ځینو جوماتونو د بریدونو ډېروالی غندلی دی، چې په وینا یې دا ډول کړنه دې ته زمینه برابروي، چې سخت دریځي په دواړو خواوو کې تاوتریخوالی وکړي.
د القدس عمومي مفتي شیخ محمد حسین هم د چارلي ابدو دا کړنه له کرکې ډکه بللې ده، چې په وینا دا کار یواې د خلکو او ولسونو ترمنځ کرکه ډېروي.
دی وايي: ''دغه کارتون د یوه داسې ښکاره سرغړاوي ثبوت دی چې په لوی لاس مسلمانان ته سپکاوی کوي،دوی په دې کار سره په نړۍ کې د څه باندې دوو میلیاردو مسلمانانو احساساتو ته ضربه ورکړې ده.''

د عکس سرچینه، AFP
دغه مفتي ویلي، ''د وینا ازادي په دې معنا نه ده چې ګني مقدساتو ته دې سپکاوی وشي... ازادي او دیموکراسي دا نه ده چې د نورو پر حقونو دې تېری وشي او د هغوی مقدسات دې سپک کړای شي.''








