فرانسوۍ مجلې یو ځل بیا د اسلام د پیغمبر کارتوني انځورونه خپاره کړل

د عکس سرچینه، EPA
فرانسوۍ طنزیه مجلې چارلي هېبډو یو ځل بیا د اسلام د پیغبر محمد (ص) کارتوني انځورونه خپاره کړي دي.
په ۲۰۱۵ کال کې د ورته انځورونو خپرولو له کبله د یادې مجلې پر کارکوونکو خونړی برید شوی و. په هغه برید کې د یو شمېر کارتونېستانو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي وو.
د برید پر سبا ورځ په پاریس ښار کې یوه جلا خو اړوند برید کې پنځه نور کسان هم وژل شوي وو.
ټاکل شوې ده چې سبا چارشنبه د هماغو بریدونو په تړاو ۱۴ کسان محکمې ته وړاندې شي. پر دې کسانو تور دی چې د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې یې دوو اصلي بریدګرو سره مرسته کړې وه.
له هغو بریدونو وروسته د فرانسې په بېلابېلو برخو کې د سخت دریځو اسلامپالو د بریدونو یوه لړۍ پیل شوه.
د مجلې وروستۍ ګڼه کې څه دي؟
د چارلي هېبډو مجلې د تازه ګڼې پر پښتۍ د د اسلام د پیغمبر محمد (ص) ۱۲ تازه کارتوني انځورونه خپاره شوي دي.
له چارلي هېبډو وړاندې دا انځورونه د یوې ډنمارکۍ ورځپاڼې لخوا هم خپاره شوي وو.
مجلې په خپله سرمقاله کې لیکلي، د ۲۰۱۵ کال برید کې یې د کار کوونکو له وژنې وروسته بیا بیا ورنه غوښتنه شوې چې د اسلام د پیغبر (ص) کارتوني انځورونه خپاره کړي.
په سرمقاله کې راغلي: "موږ تل د دې انځورونو له خپرولو انکار کاوه. لامل یې دا نه و چې دا کار دې منع وي. قانون موږ ته د دې انځورونو خپرولو اجازه راکوي. خو موږ تل غوښتل چې د بیا خپرولو لپاره یې باید یو پوخ دلیل موجود وي، داسې یو دلیل چې معنا ولري او پر دې موضوع بحث کې ګټور تمام شي. اوس د ۲۰۱۵ کال برید په اړه د محاکمې په درشل کې د دې انځورونو بیا خپرول موږ ته اړین ښکاره شول".
له محکمې څه تمه کېدلی شي؟

د عکس سرچینه، EPA
پر هغو ۱۴ کسانو چې ټاکل شوې ده چارشنبه محکمې ته وړاندې شي، تور دی چې پاریس ښار کې یې د چارلي هېبډو مجلې پر دفتر برید کې مرسته کړې ده.
پر دوی د وسلو درلودلو، اصلي بریدګرو سره د لوژیستیکي مرستې، د یهودانو پر یوې مغازې او همدا راز پر یو پولیس افسر د برید تورونه لګېدلي دي.
له دې ډلې یې ۳ کسان په غیاب کې محاکمه کېږي، ځکه باور کېږي چې دوی د سوریې شمالي برخې او عراق ته تښتېدلي دي.
تمه کېږي چې د محاکمې په ترڅ کې هغه کسان هم شاهدي ورکړي چې د ۲۰۱۵ کال له بریده روغ راوتلي وو.
ټاکل شوې وه چې دا محاکمه تېره مارچ میاشت کې پیل شي، خو د کورونا وېروس وبا له کبله وځنډول شوه، او اوس تمه کېږي چې تر نومبر میاشتې به دوام وکړي.









